۸صبح، کابل: افغان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په درېیمه شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ياده لوبه د ۴۷ منډو په توپیر سره وګټله او د شل اوريزو سیالیو لوبلړۍ یې له ۳-۰ سره په خپل نامه کړه.
په دغه لوبه کې نجيب الله ځدارن ترټولو ډېرې ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان او د زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبلړۍ سیالۍ هم ترسره شوې وې چې له یوې یوې بریا سره، مساوي پای ته رسېدلې وې.
په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې، د افغان کرکټ لوبډلې لوبډل مشر اصغر افغان د نړۍ په کچه هغه لوبډلمشر شو چې د هېواد لپاره یې په ۵۲ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لوبډلمشري کړې او ۴۲ هغه يې ګټلي دي چې د بریاوو کچه یې ۸۱ سلنه ده.