۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د غويي پر ۱۹ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ایران ته د تللو افغانانو له ډلې دوه زره او ۷۰۰ کډوالو ته په فریمان کې پناه ورکړل شوې او دغه راز ۲۰۰ کورنۍ بیا د دغه هېواد د تربت جام د پناه غوښتونکو مرکز ته وړل شوي دي. یاد سازمان وايي، دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغو ننګونو له هغې وروسته زور واخیست، چې د روان کال اپرېل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د دویمې کچې بېړنی وضعیت لغو کړ.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۲ کال د اپرېل تر ۳۰ شاوخوا ۳۷ زره او ۴۲ کډوال ایران ته تللي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته د مرستې په موخه ورغلي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه افغان کډوالې کورنۍ چې د ایران د حکومت له خوا په فریمان کې مېشتې شوې وې، اوس د تربت جام د کډوالو کمپ ته وړل کېږي.
د یادولو ده، چې ایران کې د توکو د ګرانۍ له کبله افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.