ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې د یو برید په ترڅ کې دوه قاضیان وژل شوي دي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه شنبه د جنورۍ پر ۱۸مه، د تهران د عدلیې ماڼۍ مخې ته رامنځته شوې ده.
یو شمېر رسنیو بیا ویلي چې دا قاضیان په خپل کاري دفتر کې وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، وژل شوي قاضیان رازیني او مقیسه نومېدل.
د دغه برید لامل او انګیزه روښانه نه ده، خو راپورونه وايي چې دا برید د تهران د قضائیه قوې د یو امنیتي سرتېري له خوا شوی دی.
ایراني چارواکو تر اوسه په دې هکله څه ويلي نه دي.





