د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر مېرمنو د ژوندانه کړۍ تنګه سوې ده. هغوی په دوحه کې تر مذاکراتو او په افغانستان کې تر واکمنۍ وروسته، د خپل ذهنیت د بدلون خبرې کولې؛ خو تر اوسه چې يې هر څه کړي، د خپلو ژمنو پر خلاف يې کړي دي. د طالبانو سرپرست حکومت په لومړي ګام کې د نجونو ښوونځي وتړل او د دې تر څنګ يې مېرمنې له دولتي ادارو را وګرځولې. اوس هم د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې پر ښځو د ژوندانه کړۍ تنګېږي.
هغوی تازه په تازه ویلي، چې موټر چلوونکي له شرعي محرم پرته د ښځو د لېږد اجازه نه لري. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر مسوولان په ښار کې ګرځي او دا امر تر موټر چلوونکو رسوي. هغوی په تازه تصمیم کې ویلي، چې مېرمنې نه شي کولای عمومي حمامونو ته ولاړې شي. د دې تر څنګ، ویل شوي، چې مېرمنې د شرعي حجاب په درلودلو سره خصوصي حمامونو ته تللې شي. له بده مرغه په دې مورد کې وضاحت نه دی ورکړل شوی.
دې وضعیت ته په کتو، په افغانستان کې د ښخو ژوند ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. طالبان د مېرمنو د ژوند د ښه والي پر ځای، حتی له دوی يې د ژوندانه ابتدايي حقوق د اسلامي شریعت د پيروي په نامه اخیستي دي. پر ښځو وروستي محدودیتونه د دوی کورنیو ته جدي ستونزې راولاړې کړې دي. د طالبانو تېرو شلو کالو جګړو له ډېریو کورنیو نارینه اخیستي دی. تر اوسه نژدې ۱۰۰ زره امنیتي سرتېري له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي. په زرګونه کسان په بمونو یا نورو چاودونو کې ژوند بایللی دی. اوس د دغو کورنیو سرپرستي مېرمنو ته ورپاتې ده؛ خو له کوره د وتلو اجازه نه لري. هغوی خپل کار له لاسه ورکړی دی. زده کړې نه شي کولای او ان ابتدایي بشري حق هم نه لري.
له قراینو داسې څرګندېږي، چې طالبانو په افغانستان کې بشري ناورین له سره هېر کړی دی. په داسې شرایطو کې چې باید د ښځو له وړتیا د بحران د مدیریت په برخه کې ګټه واخیستل شي، د طالبانو سرپرست حکومت د محدودیتونو پر اعمال تمرکز کوي. دا شرایط نه یوازې د ښځو وضعیت بلکې د خلکو وضعیت او ان د طالبانو وضعیت ناوړه کوي. د طالبانو سرپرست حکومت له لویې آزموینې سره مخ دی او د دغو شرایطو غځول به دوی له نورو تحریمونو سره مخ کړي. نړیواله ټولنه په اوسني وخت کې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د طالبانو د حکومتولۍ د مقیاس په توګه ارزوي، تر کومه پورې چې دا شرایط بدل نه شي، طالبان به د نړیوالې ټولنې په پروګرامونو کې ځای ونه لري.
له نېکه مرغه په وروستیو ورځو کې د ښځو اعتراضونه زیات شوي دی. په وروستیو ورځو کې د داسې یوې مېرمنې عکس خپور شویو چې د کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده او «زه محرم نه لرم، زه ښځه یم!» شعار د کابل پر یوې لارې لېږدوي. هغوی له هرې ممکنې لارې غواړي چې حقونه ترلاسه کړي، اوس افغانستان له یوه بحران سره مخ دی، یوازې مېرمنې دي، چې دا پاڼه په خپله ګټه اړولی شي.
طالبانو ته پکار ده، چې له اوسنیو شرایطو سره اړخ ولګوي. هغوی باید دا ومني، چې د ښځو له ګټور رول پرته د افغانستان وضعیت نه ښه کېږي. په اوسني عصر کې حکومتولي له دې لیدلوري ناشونې ده. د طالبانو مشران د عقده يي پرېکړې پر ځای باید ښځو ته ښه شرایط برابر کړي. هغوی د داسې حکومت په توګه چې له کورني او بهرني بحران سره مخامخ دي، نباید د میلیونو کسانو حقوق له پامه وغورځوي. نړۍ دا وضعیت څاري او اجازه به ورنه کړي، چې طالبان د بشري موازینو خلاف ګام واخلي. د محدودیتونو په برخه کې هر ډول اقدام به لومړی طالبانو ته زیان واړوي او عمر به یې لنډ کړي.