په افغانستان کې د شته ترینګلتیاوو يوه برخه شنونکي د دود او مدرنیتې ترمنځ د تقابل تر سرلیک لاندې ډلبندي کوي. د دود او مدرنیتې تر منځ د تقابل یوه ښکاره بېلګه د دوو ښوونیزو بنسټونو ناهمغږي او د دغو بنسټونو د فارغانو ټکر دی: د ښوونځي په نوم د عصري زده کړو بنسټ او د مدرسې په نوم د دودیزو زده کړو بنسټ. له دود (سنت) نه موخه د هغو باورونو، ارزښتونو، عاداتو، او رسم او رواجونو ټولګه ده چې له پخوا زمانې او له عصریته مخکې وختونو نه په میراث پاتې دي. بیلابیل بنسټونه د دود استازیتوب کوي او یا ځانونه د هغه د حریم ساتونکي ګڼي او د هغو په منځ کې کلاسیکې دیني مدرسې مرکزي او مخکښ رول لوبوي. دغه مدرسې پر افغانستان سربېره، په نورو هېوادونو په تېره بیا، پاکستان او د هند په نیمه وچه کې ډېر نفوذ لري. په شیعه نړۍ کې دغه مدرسې د علمیه حوزو په نوم یادیږي، چې تر ټولو مهمې یې په نجف او قم کې دي. په عربي نړۍ کې، مشهورې تحصیلي موسسې لکه الازهر، الزیتونه، القروین او نور مرکزونه په همدې ډلبندۍ کې راځي.
له هغه وخته چې له مډرڼې نړۍ سره اشنايي پېل شوه او د اسلامي هېوادونو ځينو مخکښانو د لويدېځ د عصري پوهې زده کړو ته مخه کړه، د ختیځ- اسلامي هويت د زيانمنېدو وېره هم پيدا شوه. دودیز بنسټونه په چټکۍ سره له مډرنو پرمختګونو سره د مقابلې لپاره لاس په کار شول. د عصري نړۍ د هر محصول په پیل کې له هغه سره مخالفت کېده، ان په راډیو کې د قرآن خپرول یا له لوډ سپیکره د لمانځه اذان حرام ګڼل کیده. د وخت په تېرېدو سره، د مقاومت لومړۍ کرښه مات شوه او د عصري وسایلو د کارولو کچې ته شاتګ وشو. خو د طبیعي علومو لکه کیمیا او بیولوژي په ګډون د عصري پوهې پر وړاندې مقاومت دوام درلود. ورو ورو ولیدل شول چې له دغو علومو پرته په نننۍ نړۍ کې ژوند شونی نه دی او په پایله کې د مقاومت دویمه کرښه هم ماته شوه او خنډونه د بشري او ټولنیزو علومو پولو ته ورسېدل. ځينو دیني مدرسو په ځانګړې توګه په عربي نړۍ کې د حکومتونو د فشار له امله، په یو ډول اصلاحاتو ته غاړه کیښوده او تر یو بریده د مدرنيتې له شرایطو سره جوړې شوې. خو د دود او مدرنېتې تر منځ ټکر تل په سوله ییز ډول پرمخ نه ولاړ او کله ناکله سیاسي شخصیتونو په زور سره عصري پروژې مخته یوړې. په ځانګړې توګه په کمالي ترکيې، اماني افغانستان، پهلوي ايران، بريتانوي هند او نورو سيمو کې. بلخوا، د دودونو مدافعانو هم هلته چې شرایطو اجازه ورکوله، تاوتریخجن غبرګون ته مخه کړه. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د ګوډ ملا پاڅون، د کمونیستي نظام پر وړاندې جهاد او بیا د هېواد په سیاسي ډګر کې د طالبانو راڅرګندېدل د مدرنيتې پر وړاندې د دود یا سنت د تاوتریخجن غبرګون بېلګې دي.
په تېره یوه پېړۍ کې دودیزې او مډرڼې قطب بندۍ د سیاسي او ټولنیزو ډلو د توان یوه برخه استهلاک کړې ده او افغانستان لاهم دغه ګرداب کې لاس او پښې وهي. په دې ورځو کې چې طالبان پر هېواد واکمن دي، مدرنيته، په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې دودپالو تر سختو فشارونو لاندې ده. خلک پر خپل برخلیک د ملایانو له ولکې ستومانه شوي او د ټولنې په رګ رګ کې پراخه غوسه خپریږي. له شکه پرته چې موږ به د ټکر او نښتې په مټ هیڅ ځای ته ونه رسېږو او غوره ده چې د ملا او مکتبي د پخلاینې او یا له یوبل سره د مدرسې او ښوونځي د جوړېدو لار پرانېستل شي. د دغه کار لپاره ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده او یو له لومړنیو ګامونو دا دی، چې د مدرسې خلک د ټولنې له انحصاري مشرۍ لاس واخلي او عمومي برخه د خلکو لپاره پرانېستې پرېږدي. که داسې ونه شي، د خلکو مخ په زیاتیدونکي غوسه به ټولنه د نورو خونړیو شخړو پر لور بوځي او د فرانسې په لوی انقلاب کې به د پادریانو د په دار ځړولو تجربې تکرار شي، چې یقیناً، دا د دواړو لورو لپاره ښه نه ده. د دې وېره شته چې د ملایانو د وژلو او پر مدرسو د بریدونو لپاره ولسي ډلې جوړې شي او دا ټولنه د تاوتریخوالي له یوې نوې څپې سره مخ شي.