• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کندهاریانو او حقانيانو ترمنځ جنجال ولې او څنګه نوي پړاو ته ورسېد؟

سهراب تکاور

سهراب تکاور سهراب تکاور
۱۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۱ - ۷ دسمبر ۲۰۲۲ [t_time:1670395701]
Wakil Kosher/AFP

Wakil Kosher/AFP

د روان کال د جولای پر وروستۍ ورځ په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل، لکه څنګه چې د امریکا په متحده ایالتو کې چارواکو ویلي، دا له طالبانو سره د دغه هېواد په تعامل کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له دې برید وروسته وویل چې طالبانو په کابل کې ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده، هغه تړون چې پوهان وایې په پټو مادو کې راغلي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ماموریت په ترسره کولو کې له امریکا سره طالبان باید همکاري وکړي. تر دې برید وروسته د تورونو ګوتې په کابل کې ترټولو ځواکمنې ډلې حقاني شبکې ته واوښتي. په ورته وخت کې د دغې ډلې د مشر سراج‌الدین حقاني د ملګرو د وژل کېدو راپورونه په ملي او نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه خپاره شول. طالبانو او حقاني شبکې دغو تورونو ته څرګند ځواب نه دی ورکړی، خو د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې حقاني شبکه په افغانستان کې د ایمن الظواهري له حضوره خبر وه.

له دې برید وروسته په ورځو او اونیو کې خپلواکو خبریالانو او یو شمېر باخبرو سرچینو له کابل څخه د سراج الدین حقاني په ګډون د حقاني شبکې د مشرانو د وتلو خبر ورکړ. د متحده ایالاتو له خوا د ورته او انتقامي بریدونو ویرې له امله د حقاني شبکې متحدین، د القاعدې ډلې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو په ګډون، له کابل څخه وتښتېدل؛ هغه ډلې چې په کابل کې یې شمېر د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته ورځ په ورځ زیات شوی وو. له بلې خوا د ایمن الظواهري د پټنځای د افشا کولو پر سر د حقاني شبکې او کندهاري طالبانو ترمنځ شخړو زور اخیستې دی. رسنیو د کابل او کندهار په ګډون په ځینو سیمو کې د دوی ترمنځ د وسله والو نښتو خبر ورکړی؛ خو خپلواکو سرچینو د دغو نښتو لامل نه دی تایید کړی.

لیکوال له پېښې وروسته د شپږو میاشتو په موده کې د عامه سرچینو او د باخبره سرچینو څخه ترلاسه شوي معلوماتو په تحلیل سره وضعیت تعقیبوي، هغه په ​​دې باور دی چې د طالبانو د واک له حلقې څخه د حقاني ډلې کمېدل د طالبانو د «داخلي جوړښت د سقوط» د ظرفیت سره تړلی دي؛ هغه ډله چې له اشرف غني سره یې نږدې اړیکې درلودی او د هغه نږدې کړۍ، د کابل په «فتح!» کې یو عجیب حرکت وښود او په یوه پړاو کې داسې ښکاریده چې دوی خپل داخلي سیالان (کندهاري څانګه) وېرولې ده. حقانیانو په کابل کې د دولتي ادارو د مامورينو په ګمارلو کې هم پراخه لاس درلود، خو له دې پېښې وروسته امريکا او د کندهاري څانګې مشران دوي د الظواهري د کوربتوب او وژني د عامل په توګه تورنوي.

دا پیښه څنګه رامنځته شوه؟

د تېرو شلو کلونو د طالبانو د تنظيمي چلند تحليل ښيي چې دا ډله د ګڼو، څانګو او فعالو ډلو په درلودلو سره په سيمه ييزو قوماندانانو پورې تړلى ده، چې د شخصي، قومي او فکري ګټو له امله د دین يوه ځانګړي او اورپکی آند له امله سره راټول شوي دي. د بهرنیو اهدافو او د افغانستان د پخواني حکومت په وړاندې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د تاوتریخوالي د لارو چارو د کارولو او د پاکستان له استخباراتي سازمان او سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د نږدې اړیکو له امله حقاني د دغو ډلو په منځ کې له زیاتېدونکي نفوذ او شهرت څخه برخمن شوی دی. که څه هم دا ډله د پښتنو په کورنیو اړیکو کې له کوچني غلجی قوم څخه راغلې وه، خو د یاد شویو ځانګړتیاوو له مخې یې د طالبانو د ډلې د فعالیتونو په چوکاټ کې ځای نیولی دی.

د کابل له سقوط وروسته د (۲۰۲۱ کال اګست) کې د ملي او نړیوالو رسنیو فضا هم په لومړیو میاشتو کې د دغې څانګې د مشر د نه شتون او بیا په تدریجي ډول په رسنیو کې د هغه د راڅرګندېدو له امله بدله شوه او د دې څانګې د مشرانو (سراج الدین او خلیل حقاني) د نیولو یا وژلو لپاره د متحده ایالاتو ملیون ډالر انعامونه د دې څانګې په شهرت کې مرسته وکړه. که څه هم د رژيم جوړېدلو او د طالبانو ټاکلو د طالبانو په امارت کې سلسله نوره هم روښانه کړه، خو حقانيان لا هم د اداري پوستونو په ترلاسه کولو کې مخکښ وو. دوی د سیاسي شخصیتونو د راستنیدو لپاره د کمیسیون د جوړولو مشري، د خپلو پلویانو لپاره د کنفرانسونو جوړول او د ځانمرګو بریدګرو د خپلوانو د ستاینې په څیر نوښتونه وکړل او هڅه یې وکړه چې د دې سیاسي شخړو په لړ کې د واک په سر کې پاتي شي. د حقاني شبکې په کابل کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د اوربند او د بندیانو د خلاصون په اړه د منځګړیتوب لپاره د څو پړاوو خبرو اترو کوربه توب هم وکړ.

دا موارد په بېلابېلو کچو د تعييناتو او د عايداتي سرچينو د کنټرول ترڅنګ، د زيات واک د ترلاسه کولو لپاره د حقاني ډلې له هڅو څخه ګڼل کېده، چې البته د طالبانو کندهاري څانګه يې اندېښمنه ​​کړې وه. دغه انديښنې ورځ تر بلې د قومي سياليو د تاريخي ابعادو له امله زياتې شوې. په څو قضیو کې مبارزه او سیالي د مستقیمو جګړو او پاتې نورو د هدفي وژنو په بڼه په کابل او نورو ښارونو کې د یو بل د خلکو او هدفونو په وړاندې رامنځته شوه (د کابل د سقوط په لومړیو میاشتو کې د رسنیو احصایې ته مراجعه وکړئ). حقانیانو لا هم د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې شاوخوا شپږ زره سرتیري کابل ته راوستل. د دواړو څانګو د مشرانو عمومي غبرګون د طالبانو تر منځ د اتحاد او یووالي د ساتلو پیغامونه وو.

د ایمن الظواهري پر پټنځای تر برید پورې د دغو دوو ډلو تر منځ د سیالۍ او کړکېچ فضا همداسې روانه وه، خو د طالبانو له دننه څخه باخبره سرچينې وايي، چې له دې پېښې وروسته رسنيو د حقاني شبکې پر ضد د امريکا د ژورې بې باورۍ له رامنځته کېدو خبر ورکړ چې د طالبانو کندهاري ډلې له مولوي عبدالحق وثيق سره په همکارۍ چې د طالبانو د استخباراتو رییس دی چې اوس د لوېدیځو استخباراتي ادارو له چارواکو سره نږدې اړیکې لري، د حقانیانو پر ضد یې ګامونه پورته کړي دي. په وروستۍ قضیه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو مرستیال، د ګمرکونو عمومي ریاست او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د حقاني شبکې له اړوندو کسان څخه پاک شوی. له بلې خوا د تخار د سرو زرو د کان په ګډون د یو شمېر کانونو قراردادونو کنټرول دی چې پخوا د حقاني په منځګړیتوب له یوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوي وو. په یوه بل اقدام کې چې د حقاني ډلې د انزوا ښکارندویي کوي، د کابل په شش درک او دارالامان کې د ملي امنیت د دوو زندانونو اداره له حقاني ډلې څخه واخیستل شوه او د ښار جوړونې وزیر چې د حقاني د څانګې اړوند و، له دندی ګوښه شو.

سرچینه وايي، د ټاپې پروژې امنیت چې ټاکل شوې وه د حقاني شبکې له خوا یوه خصوصي شرکت ته وسپارل شي، هم لغوه شوی ده. له بلې خوا د حقاني ډلې تر نفوذ لاندې څانګو د څېړلو لپاره د ملا حسن له خوا د جلا پلاوي رابلل هغه نور فشارونه دي چې د طالبانو کندهاري څانګې د حقاني شبکې پر وړاندې راپورته کړي دي. په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست په ګډون د ټولو څانګو له منځه وړل هم په دې لړ کې تر سره شوي دي.

اوس، دا معلومه نه ده چې تاوتریخوالی به څنګه راڅرګند شي، خو د دغو اختلافاتو سرچینه دا ده: د حقاني څانګه چې د طالبانو تر ټولو اورپکي څانګه بلل کېږي او یو شمېر مشران یې لا هم د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي، چې د طالبانو په منځ کې د دوي دودیز ځواک له زوال سره مخ دی. د طالبانو په دننه کې د حقاني پر ضد د نوي ايتلاف جوړېدل پر حقاني فشار راوړی چې د کندهاري څانګې په محور کې واک ته نور نرمښت وښایې او اطاعت یې وکړي؛ خو په سیمه کې د نورو فعالو ترهګرو ډلو په منځ کې د دغې څانګې ځواک او نفوذ ته په پام سره، په راتلونکو څو میاشتو کې د حقاني او کندهاریانو د بشپړ سیاسي او پوځي ټکر امکان شته، تر څو چې د قدرت او منابعو د ویش په اړه د دغو دوو څانګو ترمنځ کړکېچ د قطریانو، پاکستانیانو او اماراتو په منځګړیتوب حل نه شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.