۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې شارجه کرېکټ لوبغالی د سوېلي افریقا او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
نوموړي بورډ دوشنبه د وږي پر ۲۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي به په ټوله کې ۲۵۰مه نړیواله یو ورځنۍ لوبه وي چې په دغه تاریخي لوبغالي کې ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، شارجه کرېکت لوبغالی د نړۍ یو پخوانی او تاریخي لوبغالو دی چې ترټولو ډېرې یو ورځنۍ لوبې پهکې ترسره شوې دي.
ورته مهال، افغان کرېکټ بورډ ویلي چې د هېواد ملي اتلان د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو په موخه د تمریناتو پیل کړي او بشپړ چمتو دي.
د یادونې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربتوب په شارجه کرېکټ لوبغالي کې کېږي د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه پېل او د همدې میاشتې پر ۲۲مه به پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، تر دې مخکې د افغان ملي اتلانو او نیوزیلېنډ ملي لوبډلې ترمنځ یوازینۍ یوازینۍ ټېسټ لوبه چې کوربتوب یې په هند کې د افغانستان په غاړه و، د سختو ورښتونو له کبله لغوه او بې پایلې پای ته ورسېده.





