په مجازي فضا کې د الهې دلاورزۍ او د هغې د خپلوانو راپورونو او ویډیوګانو، په افغانستان کې د بشري حقونو د دردناک او ناوړه وضعیت پر یوې وړې برخې، رڼا اچولې ده. د يادې شوې قضيې ټول اړخونه لا په سمه توګه نه دي روښانه شوي. ځکه چې واکمنه ډله د ازادو څیړنو اجازه نه ورکوي. رسنۍ په آزاده توګه په دې اړه راپور نهشي جوړولای. مدني بنسټونه چې د ښځو له حقونو نه دفاع کوي نور د فعالیت اجازه نهلري او د قضایي نظام چارواکي خپلواکي، نه لري او د واکمنې ډلې ګوډاګیان دي او د واکمنانو پالیسي یې د امیرالمومنین د هغه څرګند حکم پر بنسټ ولاړه ده، چې د دوی د رژیم د مشرانو او چارواکو پر کړنو باید، د عمومي افکارو په مخ کې نیوکه ونهشي. نو په داسې حالت کې، د حقیقت څرګندول خورا ستونزمن کار دی.
ددې مسئلې په تړاو یوه بنسټيزه پوښتنه داده، چې آیا الاهه د اوسني وضعیت یوازینۍ قرباني ده؟ ایا په افغانستان کې نورې نجونې له دغه لوټ او تالان سره مخ نهدي؟ ايا ټولې هغه دويمې او درېيمې ښځې چې د طالبانو مشرانو او قوماندانانو په دې لنډه موده کې کړې دي، ټولې د واده په قانوني عمر کې وې او واده د نجونو په رضايت شوی دی؟ آیا د هغو سیمو خلک چې د بغاوت په پلمه، د زرګونو طالب جنګیالیو له لورې ربړول شوي دي، له دغو بریدونو نه خوندي پاتې دي؟
ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې نه يوازې طالبانو، بلکې بهرني ترهګرو هم د طالبانو تر شعار لاندې دي، افغان نجونو ته د یوه غنیمت په توګه سترګې پټې کړې دي. ددغو راپورونو له مخې، د طالبانو ځايي دلالانو، د تاجکستان د انصارالله ډلې غړو، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړو او نورو بهرنیو جنګیالیو ته اعلان کړی چې د ښځو او کورونو برابرول یې تضمنیوي، په ځانګړې توګه، په داسې وضعیت کې چې بېوزلۍ او تنګسې په افغانستان کې ډیری کورنۍ زیانمنې کړي دي.
هغه څه چې قضیه لا سختوي او ددې جرمونو د زیاتوالي احتمال زیاتوي، د واکمنانو امنیتي چلند او د محکومینو پر اقتصادي بېوزلۍ سربیره، یو ظالم کلتوري فکټور دی چې ددې قضیې د قربانیانو پر وړاندې، د ټولنې په قضاوت پورې اړه لري. په افغاني ټولنه کې چې کله پر یوې ښځې جنسي تیري کیږي، ددې پر ځای چې مجرم ته سزا ورکړل شي او د شرم احساس وکړي، قربانې شوې ښځه چې په بېګناه ډول پرې تېری شوی، د شرم دروند بار پر اوږو وړي او د هر ډول ناسمو او بېبنسټه قضاوتونو سره مخ کیږي او ګرمه بلل کیږي. په دې کار سره ټولنه په جرم کې برخه اخلي او د مظلوم پر وړاندې ظلم زیاتیږي. هغه ښځې ته چې قرباني وي، په کلونو او ان د ټول عمر لپاره، د یوې معیوبې انسانې په سترګه کتل کیږي. حال دا چې، هغه په پیښه کې هېڅ ګناه نهلري او د هغې پر لمن هېڅ داغ نشته. دا غیر انساني عمل جنایتکارانو ته دا جرئت ورکوي چې په ټولنه کې پر زیاتو زیانمنو خلکو تیری وکړي او د لا زیاتو خلکو ژوند تباه کړي.
له دې غیر انساني او بشپړ ظالمانه حالت سره باید مقابله وشي. قربانیان باید له جرمه پاک وګڼل شي او اصلي مجرمین باید مجازات شي. د محاکمو پر وړاندې قانوني سزا او د ټولنې پر وړاندې دودیزه سزا باید همدا وي.
د ذلت او سرټيټۍ احساس باید مجرم ته وروګرځول شي او قرباني شوې ښځه باید له هر ډول تور او داغه پاکه وګڼل شي. قربانیان باید وهڅول شي چې خپل درد په زړوتیا سره بیان کړي او خپل حق، په ښکاره توګه وغواړي.
باید په عمومي دريځونو، منبرونو، رسنیو او ټولنیزو شبکو کې وویل شي چې نه قرباني شوې ښځه د سپکاوي وړ ده او نه یې کورنۍ باید په شرم او سرټيټۍ محکومه وي. سعید خوستي په شان وګړي باید سرټيټي وي؛ نه د هېواد الاهې.