۸صبح، کابل: د ايران د کورنيو چارو وزير اسکندر مومني او د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د افغانستان پر پوله د ترهګرۍ او قاچاق د مخنيوي لپاره د همکارۍ پر پراخولو ټينګار کړی دی.
د ايران او پاکستان چارواکو چهارشنبه د جولای پر ۲۲مه په اسلاماباد کې د امنيتي همکاريو او د سرحدي چارو د مديريت په تړاو خبرې وکړې.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو لورو د ترهګرۍ، د نشه يي توکو د قاچاق، د انسانانو د قاچاق او د سرحدي مديريت په برخه کې د همکارۍ پر پراخولو هوکړه کړې ده.
په دې کتنه کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د افغانستان له پولې د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همغږۍ ټينګار وکړ.
دواړو لورو دغه راز د بې اسناده کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق د مخنيوي لپاره د همغږۍ پر زياتولو هم ټينګار وکړ.





