د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) وايي چې هره نجلۍ باید ازاده وي او وتوانېږي زدهکړې وکړي، پرمختګ وکړي او د خپلې راتلونکې لپاره پرېکړه وکړي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د اکتوبر پر ۱۱مه د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ماشومانو ودونه لا هم د میلیونونو نجونو د زدهکړو او پرمختګ خنډ ګرځي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان وايي چې زدهکړې د دغه وضعیت په بدلون کې مرسته کولی شي.
یونیسکو ویلي چې د زدهکړو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه سازمان پروګرامونو په تېرو دوو کالو کې څه باندې ۳۸ میلیونه زدهکوونکو ته پام کړی دی.
نوموړي بنسټ غوښتنه کړې چې د هرې نجلۍ زدهکړو، کار، په خپلواکه توګه پرېکړې او د خوښې راتلونکې د جوړولو حق ته دې ډېره پاملرنه وشي.





