نقیبالله ځلاند وایي چې له درېیو کلونو راهیسې په خوست ولایت کې هغه لوستل شوي او کارول شوي درسي کتابونه چې زدهکوونکي یې له ښوونیز کال وروسته نور نه کاروي او په کورونو کې یې پاتې وي، ټولوي او پر هغو زدهکوونکو یې وېشي چې د اخیستلو وس یې نه لري.
ځلاند وایي چې د خوست د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد له څانګې فارغ شوی دی. دی هر کال د ښوونیز کال له پای ته رسېدو وروسته کلي په کلي او کور په کور ګرځي څو کارول شوي درسي کتابونه راټول کړي او بیا یې د طالبانو د پوهنې ریاست له لارې یا په مستقیم ډول هغو زدهکوونکو ته وسپاري چې د درسي کتابونو د اخیستو وس نه لري.
هغه زیاتوي چې د دې کار د پیلولو فکر یې هغه مهال په ذهن کې پیدا شو چې شاوخوا ۶۰ ټوکه درسي کتابونه یې یوه ښوونځي ته وړي وو څو یې پر زدهکوونکو ووېشي؛ خو هلته له داسې یو وضعیت سره مخ شو چې دی یې د یوه پراخ کمپاین پیلولو ته وهڅاوه.
ځلاند د دغه کمپاین د پیل په تړاو وایي: «یوه ورځ مې شاوخوا ۶۰ ټوکه درسي کتابونه چې په کور کې مې لرل، له ځان سره د خوست ولایت یوه ښوونځي ته یووړل او زدهکوونکو ته مې وویل که هر څوک کتاب ته اړتیا لري، وا دې خلي. په همدې وخت کې د دوولسم ټولګي یو زدهکوونکی راغی او ویې ویل چې درسي کتاب نه لري. ورته مې وویل چې خپل ټولګي ته لاړ شي او زه هم هلته ورځم. کله چې ټولګي ته ننوتم، ومې لیدل چې شاوخوا ۶۰ زدهکوونکي ناست دي. له هغوی مې وپوښتل چې د چا درسي کتابونه نشته؛ ۲۵ کسانو لاسونه پورته کړل، په داسې حال کې چې د کلنیو ازموینو لپاره یوازې درې میاشتې پاتې وې. هماغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې د کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړم.»
ځلاند همدا راز وایي چې دا کمپاین یې په پیل کې په یوازې سر پیل کړی و، خو اوس شاوخوا ۱۰ تنه رضاکار ځوانان ملګرتیا ورسره کوي. هغوی د خوست په بېلابېلو ولسوالیو کې ګرځي، له کورونو کارول شوي کتابونه راټولوي او اړمنو زدهکوونکو ته یې رسوي.
دغه مدني فعال او د زدهکړو ملاتړی زیاتوي: «درې کاله کېږي چې دا پروګرام د خوست له ښاره پیلوو او بیا ولسوالیو ته ځو. کور په کور له خلکو غواړو هغه کتابونه چې نور نه کارول کېږي، موږ ته راکړي. له دې سره هممهاله له ټولنیزو شبکو هم ګټه اخلو او له خلکو غواړو که اضافه کتابونه لري موږ ته دې راوسپاري او که کوم زدهکوونکی کتاب ته اړتیا لري، له موږ سره دې اړیکه ونیسي. کله چې خلک خبرېږي، خپله کتابونه چمتو کوي او موږ ته یې راکوي.»
د ځلاند په وینا، د راټولو شویو کتابونو یوه برخه په مستقیم ډول پر زدهکوونکو وېشل کېږي او بله برخه یې په خوست کې د طالبانو د معارف ریاست له لارې هغو ښوونځیو ته سپارل کېږي چې دغو کتابونو ته اړتیا لري. دی د دغه کمپاین پر مهال خپلو ځینو خاطرو ته په نغوتې سره وایي چې لېرې پرتو سیمو ته د کتابونو رسولو په ده کې د دغه فعالیت د دوام انګېزه زیاته کړې ده.
دا ځوان وایي: «یوه ورځ د یوې لېرې پرتې ولسوالۍ یوه زدهکوونکي پیغام راواستاوه چې د لسم ټولګي کتابونه نه لري. کتابونه مو راټول کړل او خپله تر همغې ولسوالۍ پورې لاړو. کله چې مو کتابونه ورسپارل، زدهکوونکو په ډېره خوشحالۍ ویل باور مو نه کېده چې یوازې د کتابونو رسولو لپاره به څوک تر دې ځایه راشي. هغوی له موږ سره ژمنه وکړه چې له دغو کتابونو به سمه ګټه اخلي او په راتلونکي کې به خپلو خلکو ته خدمت کوي. په هماغه ورځ پوه شوم چې یو کوچنی ګام هم کولای شي د یوه ماشوم په ژوند کې لوی بدلون راولي.»
بلخوا، ځلاند وایي په ټولنه کې رضاکارانه فعالیتونه تل له تاوده هرکلي سره نه مخ کېږي او ځینې خلک داسې پروګرامونو ته د شک په سترګه ګوري.
ځلاند وایي: «له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د رضاکارانه کار کلتور تر اوسه هغسې چې پکار ده، نه دی پېژندل شوی. ډېری خلک فکر کوي چې د هر کار ملاتړ باید خامخا د کوم سازمان له خوا وشي، په داسې حال کې چې موږ په تېرو درېیو کلونو کې ثابته کړه چې ځوانان هم کولای شي په هېڅ بنسټ پورې له تړاو پرته د خپلې ټولنې لپاره کار وکړي.»
د زدهکړو دا فعال زیاتوي چې د دغه کمپاین لګښتونه تر دې دمه د ډلې د غړو له خوا ورکول شوي او هېڅ بنسټ یا کس مالي مرسته ورسره نه ده کړې. نوموړی د شتمنو کسانو او ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي څو دا کمپاین نورو ولایتونو ته هم پراخ شي.
ځلاند څرګندوي: «کېدای شي که پانګوال، د سیمې مشران او ښوونیز بنسټونه له داسې پروګرامونو ملاتړ وکړي، موږ دا کمپاین نورو ولایتونو ته هم پراخ کړو څو هېڅ زدهکوونکی یوازې د کتاب د نه لرلو له امله له زدهکړې محروم پاتې نه شي.»
ځلاند او د هغه ډله د درسي کتابونو د راټولو ترڅنګ، د خوست په لېرې پرتو سیمو کې د زدهکړې د اهمیت په تړاو خلکو ته پوهاوی هم ورکوي او کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي. دا ډله همدا راز په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو په بهیر کې وړیا مشورتي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړی وایي: «موږ د ماشومانو د شاملولو په پروګرام کې چې له وري میاشتې پیل او تر غویي میاشتې دوام کوي، تېر کال نږدې ۹ زره ماشومانو ته په وړیا ډول په ښوونځيو کې د شاملېدو خدمتونه وړاندې کړل او عکسونه مو یې واخیستل.»
د زدهکړو دا فعال د مطالعې د کلتور پر پراختیا او ماشومانو ته د زدهکړې د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي او وایي چې پر زدهکړو پانګونه کولای شي د ټولنې د پرمختګ او ځان بسیاینې لامل شي. دی له کورنیو او مسوولانو غواړي چې زدهکړو ته د ماشومانو د غوره لاسرسي لپاره هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې زدهکړې له خپلو خورا ستونزمنو تاریخي پړاوونو تېرېږي او پراخو محدودیتونو په ملیونونو ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له ښوونیزو فرصتونو بېبرخې کړې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی و چې د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې ښوونیزې ننګونې پر خپل ځای پاتې دي. دغه بنسټ ویلي وو چې اقتصادي بېوزلي د یو شمېر هلکانو له خوا د درس پرېښودلو یو له اصلي لاملونو ده او د نجونو د زدهکړو وضعیت هم د شته محدودیتونو له امله زیانمنونکی دی. د یونیسف د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲.۱۳ ملیونه ماشومان لا هم ښوونځي ته نه ځي.
له دې سره هممهاله، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لاهم دوام لري او د هغوی پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلې دي.





