۸صبح، کابل: نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، چې سهشنبه د اکټوبر پر ۱۸ خپور شوی دی افغانستان کې د پیسو د ورکړې په سیستم کې ځنډ د خصوصي برخې ډېری فعالیتونه له ستونزې سره مخ کړي دي او د دندو د کموالي لامل ګرځېدلی دی.
نړیوال بانک د افغانستان د ناخالص تولید په اړه د خپلو لومړنیو شمېرو له مخې ویلي، د دغه هېواد اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې کابو ۲۰ سلنه کموالی موندلی دی.
په دې لړ کې نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان اقتصاد په ځینو برخو کې ښه شوی دی. صادرات زیات شوي، د اسعارو د بیو بدلونونه کم شوي او د کورنیو عوایدو راټولول کابو سالم وو.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد اقتصاد د مخکې په پرتله زیات کړکېچن او له ننګونو سره مخ شوی دی.