۸صبح، کابل: ایمرجنسي سازمان (EMERGENCY NGO) وايي چې د نړیوالو ځواکونو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم په دغه هېواد کې بشردوستانه، اقتصادي او روغتیايي بحرانونه په سختېدو دی.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۲۱مه راپور ورکړی چې د افغانستان اقتصادي بحران له سیمهيیزو کړکېچونو وروسته ژور شوی او سیمهییزو جګړو د دغه هېواد ځينې مهمې سوداګریزې لارې ګډوډې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، په سوداګریزو لارو کې ګډوډۍ د لومړنیو خوراکي توکو او درملو پر عرضې، لاسرسي او بیو اغېز کړی دی.
یاد سازمان زیاته کړې چې طبیعي پېښو لکه پرلپسې زلزلو او سېلابونو، تاوتریخوالي او د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونو پر افغان ټولنې فشار زیات کړی دی.
ایمرجنسي بنسټ ویلي چې له افغانستان سره نړیوالې مالي مرستې هم په څرګند ډول کمې شوې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې د بودیجې د کمښت له امله ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیتونه درولي چې په پایله کې یې څه باندې درې میلیونه کسان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.





