۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ یو قومي مشر چې «حاجي عليخان» نومېږي، د طالبانو په توقیف کې له درېیو شپو وروسته په کوما حالت کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې حاجي عليخان د قرهباغ ولسوالۍ د «تمکي» کلي اصلي اوسېدونکی دی او تېره اوونۍ نیول شوی و.
د سرچینو په خبره، دغه قومي مشر لرګي خرڅول او طالبانو د وسلو لرلو په تور نیولی و.
سرچینو زیاته کړې چې طالبانو ترې غوښتي څلور میله وسلې چمتو کړي یا د هر میل وسلې په بدل کې ۱۶۰ زره افغانۍ ورکړي.
نوموړی دا مهال د کابل په یوه روغتون کې بستر دی او د سرچینو په وینا، روغتیايي وضعیت یې چندان ښه نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې مخکې هم ځينې کسان د بېلابېلو لاملونو له کبله نیولي دي.





