د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د «دوښمنانو» هغه هڅې چې غوښتل یې د فشارونو او بریدونو له لارې ایران وپرځوي، ناکامې شوې او دا په ایران کې د یووالي او ملي پیوستون د پیاوړتیا لامل شوي دي.
تسنیم خبري اژانس دوشنبه د اکتوبر پر ۲۶مه راپور ورکړی چې پزشکیان دا څرګندونې د عربستان د دفاع له وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځي مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي مشر ابراهیم کالین سره په لیدنه کې کړې دي.
پزشکیان ویلي، ایراني وګړو ته د اوښتو زیانونو او تپل شوو ستونزو سربېره، په پوره ځواک له خپلې خاورې دفاع کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې ایران د نړیوالو حقوقو او اصولو په چوکاټ کې د قانوني حقونو غوښتنه کوي او د خپلو خلکو له مشروع حقونو او ګټو به دفاع وکړي.
پزشکیان په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.





