څو ورځې وړاندې د غويي اوومه وه او د هغو ورځو خاطره چې د کارګر نوم د ژبو په سر و، په ذهنونو کې را ژوندۍ شوه او د هېوادوالو ترمنځ د نورو کلونو په څېر د دې خونړۍ پېښې د پایلو په اړه بحثونه وشول. هغه ورځې چې د سیاستوالو او پوځیانو یوې ډلې د شوري اتحاد او د کارګرۍ د انټرناسیونالیزم په ملاتړ له دې پرته چې په افغانستان کې کارګر پاړکی په یو لوی ځواک او د هیواد په سیاست او اقتصاد کې په یوه اصلي او مهم لوري بدل شي، کودتا وکړه او لور او څټک یې د خپل حقانیت د سند په توګه پورته کړل. په افغانستان کې د کارګرۍ سیاسي ادبيات تر دې مخکې چې هیواد بریښنا، سړکونه، فابریکې، ښارونه، سراسري ورځپانې، صنعتي تولیدات ولري، د کارګرانو د حضور د ګڼوالي په پایله کې پوهنتونونو او د روښانفکرۍ حلقو ته رسیدلي وو او هغوی چې د کارګرۍ د مبارزو مدعیان وو، د هیواد د ځانګړو شرایطو د درک وړتیا نه لرله او کتابي نسخې یې د هېواد پر ټولنیزو او اقتصادي واقعیتونو د سترګو پټولو په بیه تعقیب کړې. هغه څه چې تر هغې وروسته وشول هم یې د کار او هم یې د کارګرانو د مبارزې ډګر له منځه یووړ او په پایله کې یې د غیر کرنیز کار د شرایطو د پراختیا پر لور د هېواد خوځښت لومړی ودرېد او وروسته بېرته په څټ کړای شو.
پرون په ټوله نړۍ کې خلکو د کارګر ورځ ونمانځله. ځينو هېوادونو رسمي رخصتي اعلان کړې وه، په ځينو هېوادونو کې د کارګرۍ اتحاديو او ټولنو لاريونونه او غونډې وکړې، د اتحادیو غوښتنې يې مطرح کړې او د کار او مزد د راتلونکي په اړه يې خبرې وکړې. په افغانستان کې چې څلوېښت کاله وړاندې د کارګرانو په نوم یو شمېر کسانو پکې «انقلاب» کړی و، کارګران لا هم نه سازمان لري او نه ګوند او نه هم سراسري ټولنه او معتبر ټربیون. هیواد د یوې داسې ډلې منګولو ته لوېدلی دی، چې د کار په تړاو بدوي درک لري او لاس ګټه( مزد) روزي او د خدای ورکړه بولي، په زوره بېلابېل پاړکي په ځانګړې توګه ښځې له کاره منعه کوي او تر واکمنۍ لاندې یې یو څو معتبرې او معیاري فابرېکې هم فعالې نه دي. خو له دومره بیکارۍ او د دندو له نشتوالي سره -سره، موږ په میلیونونو کارګر هیوادوال لرو. په واقعیت کې نفوس ته په کتو، موږ په سیمه کې یو داسې هېواد یو چې خورا ډیر کارګر لرو. په ملیونونو هغه وږي کارګر چې په هیواد کې د واټونو پرغاړه د توکو پر پلورلو، لاس ګاډي چلولو،موټر چلولو اوبدلو او نورو ډول- ډول لاسي کارونو بوخت دي، د نفوس یوه لویه برخه جوړوي او د شمېر له اړخه د طالبانو او د ټولو زورواکو تر ادعاوو څو برابره زیات دي. خو دا چې د کار او د مبارزې ډګر یې ویجاړ شوې، تر ټولو ضعیفه او خورا محرومه ټولنیزه طبقه ګرځیدلي او د هیڅ ټولنیزاو حق غوښتونکي اقدام وس نه لري. زموږ څو میلیونه هیوادوال د نړۍ په ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه د سیمې په هیوادونو کې پرکارګرۍ بوخت دي او د لوړعاید لرونکو صنایعو څرخ په ټیټې لاسګټې او د کارګرانو د منل شويو بنسټیزو حقونو لکه بیمې، تقاعد او نور اقتصادي او ټولنیز ملاتړ پرته تاووي. لوی شمېر هغه موسمي او سیال کارګران دي او په غیر رسمي ډول او له دې پرته چې په احصایه کې وشمېرل شي، نوم او شهرت چېرته ثبت شي، او ټپ او مرګ یې بیه ولري، د ګېډې د ډوډۍ او تر معمولي مزد د کم څه په بدل کې خولې تویوي. د سیمې فابریکې، دښتې او سړکونه زموږ د وږو او ارزانه کارګرانو په وینو رنګین دي. له سیمې هاخوا زموږ په سلګونو زره کارګر هیوادوال په لویدیځو هیوادونو کې د تر ټولو کم امتیاز په لرلو سره کار کوي. د روان کال د مۍ په لومړۍ نېټه افغان کارګران د نړۍ تر ټولو محروم کارګران وو.