۸صبح، کابل: په جرمني کې مېشتو ځينو افغانانو او د دغه هېواد مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې په څو ښارونو او د جرمني په هوايي ډګر کې لاریونونه کړي دي.
د دغو لاریونونو تنظیموونکو شنبه د لړم پر ۲مه په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې دا لاریونونه په فرانکفورټ، مونیخ، لایپزیګ، کلن، دوسلدورف او برلین کې شوي دي.
لاریونوالو د ایستلو د مرکزونو د پراختیا، د کډوالو د توقیفخونو او پناهغوښتونکو د ایستلو په موخه له درېیمګړو هېوادونو سره د جرمني حکومت د همکارۍ پر ضد اعتراض کړی دی.
هغوی د لایپزیګ په هوايي ډګر کې د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو د درولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې هغو هېوادونو ته یې بېرته ستنول چې هلته له ځورونې او د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ دي، امنیت یې ګواښي.
معترضانو له طالبانو سره د پناهغوښتونکو د ایستلو په برخه کې د جرمني حکومت د همکارۍ د پای ته رسېدو او د پناه غوښتنې له حقه د دفاع غوښتنه هم کړې ده.




