۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، پاکستاني چارواکو په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیولي دي.
دغو دوو ادارو جمعه د لړم پر لومړۍ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې دغه کسان د اکټوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې نیول شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې له نیول شویو کسانو ۸۳ سلنه هغو د اوسېدو اسناد نه لرل، ۹ سلنه يې د افغانستان د تابعیت د کارتونو (ACC) او ۸ سلنه يې د ثبت د کارتونو (PoR) لرونکي وو.
په راپور کې راغلي چې په همدې یوه اوونۍ کې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ۴۹۹ تنه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
دغو دوو ادارو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر تر ۱۷مې پورې، شاوخوا ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.





