۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې ۲۳۴ کورنۍ چې ټولټال ۱۰۲۰ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پنجشنبه، د تلې پر ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۳ کورنۍ چې ۲۲۸ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۱۷۱ کورنۍ چې ۷۰۶ کسان کېږي، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله لارې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه راز ، څلور کورنۍ چې ۱۳ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۱۶ کورنۍ چې ۶۳ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.





