افغانان د دایمي اوربند غوښتونکي دي

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کړکېچ د اواري په موخه باور جوړونه یو مهم اصل دی. د جګړې لوري تل هغه وخت یوه جوړجاړي ته رسېدلي چې د یو بل په وړاندې نرمښت وښيي او داسې چارې ترسره کړي چې ترمنځ یې د باور فضا رامنځته شي.
د افغانستان د روان کړکېچ په اواري کې هم باور جوړونه یو مهم اصل دی؛ تر هغه چې دواړه لوري په خپلو دریځونو کې نرمښت ونه ښيي او ترمنځ یې د باور فضا رامنځته نه شي جوړجاړی ناشونی دی. نو که دولت او طالبان په سوله ییز او له تاوتریخوالي پرته چاپېریال کې د افغانانو پر حق باور لري باید چې پر اوږدمهاله او دایمي اوربند سره سلا شي، ځکه خلک له جګړې سخت ستومانه شوي او په هېواد کې د تاوتریخوالي د دایمي درېدو غوښتونکي دي او همداراز د جګړې درېدل د ستونزو د سوله ییز حل یوازینۍ لار ګڼي.
امنیت چې د هرې ټولنې لومړنی حق دی، له بده مرغه له تېرو څلورو لسیزو افغانان له دې حقه بې برخې دي او په دې موده کې یوازې د ویر او غم په ټغر ناست دي، آیا افغان اولس یوازې د اختر په درېیو ورځو کې د خوښۍ د لمانځل وړ دي؟ آیا یوازې د اختر په درېيو ورځو کې امنیت ته اړتیا لري؟ دغو پوښتنو ته په ځواب کې باید ووایو چې، سوکاله ژوند، امنیت او آرامي د هر وګړي طبیعي او دایمي حق دی نو بایده دي چې پر داسې اصولو هوکړه وشي چې د افغان اولس لپاره د دایمي سولې او سوکالۍ زمینه برابره کړي.
اوس چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی نور نو د جګړې لپاره دلیل نشته باید دواړه لوري په هېواد کې د جګړه پر پای ته رسولو دایمي او سراسري اوربند سره سلا شي.
که څه هم، د افغانستان د جګړې په لوریو کې تراوسه د دایمي اوربند او جوړجاړي لپاره کلک هوډ نه لیدل کېږي؛ سره له دې چې دولت په ځلونو د دایمي اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو د اوږدمهاله اوربند لپاره چمتووالی نه دی ښودلی، په داسې حال کې چې د افغانستان د کشالې د بنسټیز حل لپاره باید لومړی پر دایمي اوربند هوکړه وشي چې پر رڼا کې یې پر نورو مسلو رغنده او اساسي خبرې اترې وشي.
د افغانستان د سولې په نوي بهیر کې ټاکل شوې د ترکیې په استانبول کې مذاکرات پیل شي چې په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم موجوده ده، ځکه ټاکل شوې دا ځل خبرې اترې د ملګروملتونو سازمان تر څارنې لاندې ترسره شي او دا یوه هیله منوونکې موضوع کېدای شي.
نو ښه به دا وي چې دواړه لوري د اوږدمهاله او دایمي اوربند په کولو سره د سولې مذاکرات پيل کړي او نور نو روانو وژنو او تاوتریخواليو ته د پای ټکی کېږدي.

ورته لیکنې

Back to top button