۸صبح، کابل: د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد کې مېشت ځینې افغانان وايي چې افغان نجونې او ښځې له سمبال شوې ځپنې سره مخامخې دي.
هغوی شنبه د کب پر ۱۸مه په اسلاماباد کې لاریون کړی او یوه اعلامیه یې صادره کړې ده.
هغوی زیاته کړې چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید پلی کړی دی.
دا افغانان وايي چې طالبانو نجونې او ښځې له خپلو لومړنیو حقونو لکه زدهکړو، کار او په ټولنه کې له ازاد تګراتګه محرومې کړې دي.
په اعلامیې کې راغلي: «په افغانستان کې جنسیتي تبعیض نه یوازې د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د ټولنې راتلونکي او د هیواد پرمختګ ته هم یو جدي ګواښ دی. له ټولنیزو او اقتصادي برخو څخه د ښځو محرومیت افغانستان د بې وزلۍ، انزوا او وروسته پاتې والي په لور بیايي چې عدالت او ازادۍ په برخه کې د ښځو مبارزه نوره هم ستونزمنوي.»
د هغوی په خبره، افغان مېرمنو له ګواښونو او محدودیتونو سربېره اعتراضونو، مدني فعالیتونو او نړیوال ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
د مارچ اتمه داسې مهال نمانځل کېږی چې په افغانستان کې مېرمنې له خپلو لومړنیو انساني حقونو هم بېبرخې دي.
د یادونې ده چې له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې په ټوله نړۍ کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په نوم نمانځي.





