نن یکشنبه د کب ۱۷مه ده چې د مارچ له اتمې، د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ښځو د لاسته راوړنو او په ټولنه کې د هغوی د رول د ستاینې په توګه نمانځل کېږي. خو افغان ښځې د طالبانو د نږدې پنځه کلنې واکمنۍ تر سیوري لاندې دا ورځ په داسې حال کې تجربه کوي چې په ټولنه کې یې حضور له پامه غورځول شوی او د طالبانو رژیم هغوی د حقونو او ازادیو لرونکو انسانانو په توګه په رسمیت نه پېژني. د طالبانو ټول هغه فرمانونه چې په دغو کلونو کې صادر شوي، د ښځو د ژوند بېلابېلې برخې محدودې کړي او د هغوی بنسټیز حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
یو شمېر افغان ښځې او نجونې وایي چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له خوا لګېدلو محدودیتونو د دوی ژوند په بشپړه توګه بدل کړی او اړې شوې دي له خپلو اصلي هیلو تېرې شي او داسې لارې تعقیب کړي چې مخکې یې هېڅکله د انتخاب نیت نه درلود. د دغو نجونو په وینا، د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې هیله لرله چې په ټولنه کې فعاله ونډه ولري او بېلابېل رولونه ولوبوي، خو اوس ترې ډېری دا فرصتونه او هیلې اخیستل شوې دي. د دوی په اند، د داسې سیاستونو دوام نه یوازې د ښځو راتلونکی، بلکې د افغان ټولنې راتلونکی هم له جدي ستونزو سره مخ کوي.
دغه نجونې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د مارچ ۸مه یو فرصت دی څو نړۍ ورپه یاد کړي چې افغان ښځې هم حق لري د نړۍ د نورو ښځو په څېر له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له ازاد حضوره برخمنې وي. دوی ټینګار کوي چې یوازې اعلامیې او مجازي غبرګونونه طالبان بدلون ته نه اړ باسي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ښځو د حقونو د عملي ملاتړ موضوع په خپله اجنډا کې شامله کړي.
صدیقه طوفان یوه له هغو ښځو ده چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې هیله لرله ډاکټره شي او د خلکو د دردونو درملنه وکړي . هغه وایي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو بیا واکمنېدو دا هیله ترې اخیستې ده او داسې لارې ته یې هغه سیخه کړې چې هېڅ کله یې د تعقیبولو نیت نه درلود.
این زن جوان اکنون در گوشهای از کابل یک دکان کوچک اداره میکند و میافزاید: «پس از تسلط طالبان، روشن شد که آرزوهای هر دختری که قبل از سقوط کشور داشت، خاموش شد. من همیشه میخواستم در رشته طب معالجوی درس بخوانم و داکتر موفقی شوم، اما حالا هیچ راهی برای تحقق این هدف نمیبینم و مجبور شدم به کار در بازار روی بیاورم.»
اسما، بله نجلۍ ده چې د طالبانو له بېرته راتګ وروسته له زدهکړو پاتې شوې، هغه وایي طالبان یوازې د دې لپاره چې نجلۍ ده، هیلې او ارمانونه ترې واخیستل. هغه زیاتوي چې له کلونو سختیو او رواني فشارونو وروسته اړه شوې ده د خپلو هیلو مسیر بدل کړي. دا نجلۍ چې اوس یې د ښوونیز محرومیت په شرایطو کې نورو فعالیتونو ته مخه کړې، وایي د دې لارې تعقیبول هېڅکله د هغې انتخاب نه و، خو په اوسني وضعیت کې بله چاره نه لري.
دا نجلۍ زیاتوي: «طالبانو زموږ له هیلو او روحیې سره لوبې وکړې. خدای تعالی په ښکاره خپل حق بښي، خو د خپلو بندګانو حق نه بښي؛ نو طالبان څنګه د مسلمانۍ دعوه کوي، په داسې حال کې چې زرګونه نجونې له خپلو هیلو بېبرخې شوې او اوس پر داسې ستونزمنو کارونو بوختې دي چې هېڅکله یې نه غوښتل تعقیب یې کړي.»
بله نجلۍ انوشه وایي د طالبانو په واکمنېدو سره د هغې د زدهکړو او شخصي ازادیو لارې وتړل شوې او هیلې یې ناڅاپه له منځه ولاړې. هغه زیاتوي چې له دې وضعیته د خلاصون یوازینۍ لار بهر ته کډه کول دي، خو د سفر لوړ لګښتونه او د ویزې محدودیتونه د هغې او د هغې د همکهولانو هیلې پیکه کړې دي.
دا ځوانه نجلۍ ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې اعلامیې او مجازي غبرګونونه پر طالبانو هېڅ اغېز نه لري او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات اړین دي. هغه وايي: «ټولې لارې، که د زدهکړو په برخه کې وي او که د ورځني ژوند، تړل شوې دي؛ د جامو له څرنګوالي د ژوند تر سبک پورې هر څه محدود شوي او زموږ زدهکړې په بشپړه توګه منع دي. زما ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې. یوازینۍ د خلاصون لار بهر ته تګ دی، خو د سفر لوړ لګښتونه او د ویزې محدودیتونه هره ورځ زما هیله کمه کوي.»
دا نجلۍ چې اوس خپلو زدهکړو ته د انلاین کورسونو له لارې دوام ورکوي، دومره هیلهمنه نه ده او وایي د طالبانو تر واک لاندې ښايي هر ډول محدودیتونه پر نجونو ولګول شي. هغه زیاتوي: «زه په یو انلاین کورس کې درس وایم، خو څه تضمین شته چې دا حالت به دوام وکړي؟ انټرنېټ څو ځله محدود یا قطع شوی او هېڅ ډاډ نشته چې زموږ فرصتونه به ناڅاپه له منځه لاړ نه شي.»
د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو لومړنی لوی محدودیت له شپږم ټولګي پر پورته زدهکړو محدودیت و. د دې پرېکړې له امله نجونې په بشپړه توګه له زدهکړو بېبرخې شوې او د زدهکړو په برخه کې د هغوی اساسي حق تر پښو لاندې شو.
سره له دغو محدودیتونو، ځینو نجونو هڅه کړې ده د زدهکړې بدیلې لارې پیدا کړي. ځینې یې له انلاین زدهکړو ګټه اخلي او ځینې نورې بیا مهارتونه لکه انځورګري، خیاطي او لاسي صنایع تعقیبوي. خو د دغو نجونو تر ټولو لویه غوښتنه لا هم د ښوونځیو بېرته پرانیستل او زدهکړو ته ازاد لاسرسی دی، ځکه دوی باور لري چې زدهکړه د ځان او خپلې ټولنې لپاره د ښه راتلونکي یوازینۍ لاره ده.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګه منع شوې دي. دغو محدودیتونو د افغانستان میلیونونه نجونې د زدهکړې له اساسي حقه بېبرخې کړې دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي او بدلون لا هم ممکن دی، که نړیواله ټولنه اجازه ورنه کړي چې د نجونو راتلونکی ترې واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو همدې څانګې څو موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي د نجونو د زدهکړو د دوام ملاتړ کوي. دا شمېرې د ټول هېواد په کچه له دوو زرو د زیاتو کسانو د کور په کور سروې له لارې راټولې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۲.۲ میلیونو څخه زیاتې تنکې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو بندیز دوام کولای شي د هېواد د راتلونکي لپاره ناورین زېږوونکي پایلې ولري. دغه بنسټ ویلي چې له زدهکړې محرومیت د نجونو هغه وړتیا په جدي ډول محدودوي چې د خپل ژوند او راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.





