د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېر ښځو او نجونو د اعتراضی ویډیوګانو په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو د ښځو ضد تګلارو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني. دغو ښځو ویلي چې واټونه د دوی سنګر دی او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي څو برابري تأمین شي، ټولنیز عدالت ټینګ شي او ښځې د طالبانو له واکمنۍ ازادې شي. یو شمېر دغو ښځو او نجونو د اعتراضي هشتګونو په پیلولو او ان د کابل په واټونو کې په حضور سره د ښځو په تړاو د طالبانو د تګلارو پر وړاندې اعتراض کړی دی. هغوی ویلي چې طالبانو د پراخو بندیزونو په لګولو سره له ښځو د زدهکړو، تحصیل، کار او په ټولنه کې د اغېزناک حضور فرصتونه اخیستي او په هېواد کې یې په بشپړه توګه جنسیتي اپارتاید بنسټیز کړی دی. دغو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو د څېړلو او ځوابویلو لپاره نړیوال میکانیزمونه فعال کړي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې د دغه سازمان په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو د کار کولو بندیز ژر تر ژره لغوه شي. دغه بنسټ ویلي چې تر دې مهاله شپږ میاشتې تېرې شوې چې طالبانو په افغانستان کې دا محدودیت لګولی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، دا اقدام د دې سازمان د ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې بې مخینې بلل کېږي.
په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې سلګونو ښځو د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې، په مناسبت د طالبانو د ښځو ضد او ځپونکو تګلارو پر وړاندې اعتراض کړی دی. هغوی د اعلامیو، پیغامونو او اعتراضي ویډیوګانو په خپرولو سره د اوسني وضعیت دوام د بشریت پر وړاندې بشپړ جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا حالت باید د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژندل شي
دغه راز دغو ښځو د یوه کمپاین له لارې د نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او نورو اغېزناکو څېرو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغوی ټینګار کړی چې باید له ټولو شته امکاناتو ټولنې ته د ښځو د بېرته را ستنېدو، د جنسیتي برابرۍ د تحقق او د ازادۍ د ټینګښت لپاره کار واخیستل شي. هغوی په افغانستان کې د طالبانو له لوري د لګېدلو سیستماتیکو بندیزونو پر وړاندې د نړیوالو بنسټونو «چوپتیا او بې اقدامه پاتې کېدل» هم غندلي او ویلي یې دي چې دغو بنسټونو کلونه د ښځو د حقونو خبرې کړې دي، خو اوس د نړۍ له تر ټولو څرګندو او پراخو سیستماتیکو سرغړونو پر وړاندې کوم اغېزناک او پرېکنده اقدام نه تر سترګو کېږي. د دوی پر باور، له صحنې د افغانستان د ټولنې د نیمایي برخې ایستل د عدالت او بشري حقونو له اصولو سره ښکاره خیانت دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په دې موده کې د دې سازمان افغان ښځینه همکارانو تل خپل رهبري، مسلکيتوب او ژمنتیا ښودلې او له دغو بې مخینې محدودیتونو سره سره، بیا هم د افغانستان خلکو ته خدمت ته دوام ورکړی دی. د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه او د هغوی شریکان نه شي کولای بې له دې پرته چې ښځې خپل رولونه په بشپړ ډول او بې له خنډه ترسره کړي، افغان ښځو او نجونو ته خوندي لاسرسی پیدا کړي او داسې مرستې وړاندې کړي چې له کلتوري پلوه مناسبې او د هغوی اړتیاوو ته ځواب ویونکې وي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې مرستې باید د ښځو له لوري، د ښځو لپاره وړاندې شي. د دې بنسټ په وینا، د ملګرو ملتونو ادارې، صندوقونه او پروګرامونه د خپلو حیاتي او اصولي فعالیتونو د ساتلو لپاره په دوامداره توګه عملیاتي بدلونونه رامنځته کوي. په اعلامیه کې راغلي چې هر څومره چې دا محدودیتونه اوږدېږي، همدومره د ژوند ژغورونکو خدمتونو لپاره خطر زیاتېږي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دغه راز لیکلي: «د ښځو په دې نړیواله ورځ، موږ د افغانستان د ښځو ترڅنګ درېږو او یو ځل بیا د دې بندیز د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه کوو.»
د کار نړیوال سازمان هم د مارچ د اتمې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د ښځو نړیوالې ورځې ته په نږدې کېدو سره، د کار نړیوال سازمان (ILO) په افغانستان کې د ښځو د زغم، کرامت او د زدهکړې او معیشتي فرصتونو ته د لاسرسي د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تازه کوي.»
دغه سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې به ښځې په منځنۍ توګه د نارینهوو په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه لږ عاید ولري او دا وضعیت د منلو وړ نه دی. د دې بنسټ په وینا، په نړۍ کې د کار، عاید او د ښځو د مشرتابه رولونو په برخه کې واټن لا هم دوام لري او که اوسنی بهیر همداسې دوام وکړي، د کار په برخه کې بشپړې برابرۍ ته رسېدل ښايي نږدې دوه پېړۍ وخت ونیسي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې افغان ښځې او نجونې د ترحم یا خیریه مرستو غوښتنه نه کوي، بلکې غواړي چې د هغوی حقونه رعایت شي او د انساني کرامت په ساتلو سره برابر ژوند ولري. هغه پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د افغانستان ښځې له نړیوالې ټولنې تمه لري په دې اړه روښانه دریځ خپل کړي او د ډیپلوماټیک فشارونو له لارې د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي. بېنېټ تېرو څلورو کلونو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې طالبانو په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ یو نظام بنسټیز کړی؛ داسې نظام چې د حذف او جلاوالي پر بنسټ جوړ شوی او موخه یې پر ښځو ولکه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې په نننۍ نړۍ کې د دا ډول نظام بېلګه نشته. هغه زیاته کړه چې سره له دې هم افغان ښځې تسلیم شوې نه دي او په ټول هېواد او ان په جلاوطنۍ کې هم مخکښې پاتې دي؛ د ځمکتلو ښوونځي تنظیموي، روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبتوي. بېنېټ دغه راز یادونه کړې چې افغان ښځې په نه ستړې کېدونکې توګه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. د هغه په وینا، سره له سختې ځپنې هم هغه سازمانونه چې د ښځو له لوري اداره کېږي لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. هغه خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د مالي مرستو کمېدل به ویجاړوونکې پایلې ولري او په افغانستان کې یې د ښځو په مشرۍ د مدني ټولنې د بنسټونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د مارچ د اتمې په مناسبت د افغان ښځو د عکس په بیا خپرولو سره ویلي: «د مارچ په دې اتمه، اسپانیا په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو مدافع ده.» د دغه وزارت په متن کې راغلي: «اسپانیا د نړۍ په کچه د ښځو ځپنه غندي، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې دا ځپنه پکې ډېره شدیده ده، لکه ایران او افغانستان.»





