۸صبح، کابل: د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په هکله د طالبانو د پرېکړې په تړاو د ۸صبح ورځپاڼې له خوا د خبر له خپرېدو یوه میاشت وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زدهکړو وزارت اوس د نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو امر صادر کړی دی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۲۹ تایید کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې د پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو د موسسو دروازې د نجونو پرمخ تړلې پاتې کېږي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له خوا په خپاره شوي مکتوب کې راغلي: «د ۱۴۴۳ کال د ۲۸ شمېرې مکتوب د پرېکړې له مخې چې امارتي او خصوصي موسسو ته لېږل شوی دی، د ښځو زدهکړې تر بلې خبرتیا ځنډول شوې دي.»
موده مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبان د نجونو د زدهکړو لپاره د نوې پرېکړې په اړه فکر کوي او غواړي د هېواد د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ وتړي.
د ویلو ده، چې طالبانو پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو ترڅنګ کابل ته له دننه کېدو سره سم ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي دي؛ هغه کار چې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.