• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له سقوط وروسته؛ د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو څه تېر شوي

بهنیا بهنیا
۲۴ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723656663]
AFP

AFP

کیسه یوازې د یوه نظام د پرځېدو نه ده. سقوط له ځان سره ګڼ دردونه او ټپونه هم پرېښي چې هر یو په بېلو یادښتونو کې ثبت شوې دي. له سقوط وروسته زرګونه هیلې تر خاورې لاندې شوې، زرګونو کسانو وطن پرېښود، مسلکي کسان لاړل او داسې نور. د سقوط کیسه د هغو ځوانانو کیسه ده چې تېر درې کاله یې د ژوند تر ټولو سختې ورځې د خپګان او بدبختۍ په لومه کې تېرې کړې او لا دوام لري. د سقوط درې کلنۍ په مناسبت، ځينو زده‌کوونکو، محصلانو، ښوونکو، ډاکترانو، عکاسانو، هنرمندانو او په تبعید کې نجونو خواشینوونکي یادښتونه را استولي چې هر یو د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ ترخې کیسې لري. د دغو یادښتونو هر یو هغه ترخه حقیقتونه دي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو تحمیل کړي دي. ښځو او نجونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تحمیل شوي ژوند په اړه لیکلي او ویلي دي چې په دې درېیو کالو کې څه پرې تېر شوې دي.

لومړنی یادښت د هغې ښوونکې ده چې له ګڼو محدودیتونو سره سره هڅه کوي نجونې زده‌کړې وکړي. نوموړې د خپل ژوند د تېرو درېیو کالو په اړه لیکلي: «درې کاله وشول چې ژوند په وېره او ډار کې تېروم. زما لپاره چې یوه نجلۍ یم، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې درې کلن ژوند د بشپړې نابرابرۍ او بې‌عدالتۍ په مانا دی. که څوک غواړي د بې‌عدالتۍ په مانا پوه شي، غواړم له ما او میلیونونو افغانو نجونو وپوښتي چې درې کاله کېږي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې تجربه کوو. درې کاله کېږي چې هره ثانیه یې مخ په شا روان یو. طالبانو په دې درېیو کالو کې له موږ څخه هیلې او امیدونه وتروړل. هغه موخې مو چې لرلې، اوس مې باید د استادۍ سربېره، په یوه پوهنتون کې ماستري شروع کړې وای؛ خو د طالبانو واکمني د دې لامل شوه چې په کور پاتې شم او د وېرې او ډار لوړ دیوالونه وزغمم.»

انیسه چې زده‌کوونکې ده، لنډ خو له درده ډک یادښت کې یې لیکلي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې درې کاله ژوند، ماته له رنځ، درد، نابرابرۍ، ظلم، وېرې، وحشت او محدودیت پرته بله مانا نه لري.»

بل یادښت د هغې نجلۍ دی چې د طالبانو له وېرې یې ځان په کور کې بندیوانه کړې ده. څو میاشتې مخکې د دغې ډلې غړو غوښتل د حجاب په پلمه یې ونیسي او هغه په ډېرې سختۍ په تېښته بریالۍ شوې ده. نوموړې داسې لیکلي: «د طالبانو په دې درېیو کالو واکمنۍ کې مې رښتیا هم ډېرې سختې ورځې تېرې کړې او په ډېرې سختۍ راباندې تېرېږي. لومړی یې ښوونځي د تګ حق راڅخه واخیست. دویم په ډاډه زړه بهر نه شم وتلی. څو میاشتې وړاندې مې غوښتل کورس ته لاړه شم، سره له دې چې حجاب مې اغوستی و، د امر باالمعروف ځواکونو غوښتل له ځان سره مې بوځي چې له نیکه مرغه په تېښتې بریالۍ شوم. له هغې وروسته چې شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي، بیا کورس ته نه یم تللې. وېرېږم چې هسې نه بیا هغسې پېښه وشي. له هدف پرته ژوند کول ډېر سخت دي او وېرېږم که د طالبانو واکمني دوام وکړي، راتلونکی به مې څنګه شي؟ خپلو هیلو ته به ورسېږم؟ دا درې کاله چې تېر شول، اوس باید په دولسم ټولګي کې وای او هیله مې کوله چې خپلو هیلو ته ورسېږم.» هغې خپله وروستۍ جمله له نورو پرګرافونه بېله او په غټو ټکو داسې لیکلې: «هر څه تېرېږي؛ خو نه هېرېږي چې څنګه مو هره ورځ څنډې ته کوي.»

په داسې حال کې چې هنر او هنرمندان له افغانستانه وتلي؛ خو ځينې هنرمندان یې د ساتنې لپاره هلې ځلې کوي. د کابل په پُل سرخ سیمه کې یو هنرمند چې یو وخت د هنرمندانو د راټولېدنې ځای و او اوس له حسرت پرته بل څه پکې پاتې نه دي، داسې لیکلي: «په هېواد کې د هنر نړۍ د هرې ورځې په تېرېدو پيکه کېږي. د هرې ورځې په تېرېدو زموږ هنري ژوند رنګ بایلي. د هنر پر خاوره، هنر له ګواښ سره مخ دی. ارزښت یې د یوې اورپکې ډلې په ناولو بوټونو پر خاورو موښل کېږي. وېره مې له دې دی چې هسې نه هم مسلکان مې ستړي نه شي او خپل رنګ او برس څنګ ته نه کړي.» خپله وروستۍ جمله یې په ‌ډېره سوز لیکلې: «داسې نیالګي ته ورته وم چې د ودې په حال کې و. ښاخونه، پاڼې او ګلان یې راپرې کړل. مات یې کړل چې وده ونه کړم. خو وچ نه شوم، دوام ورکوم. زه کولای شم لوړو پوړیو ته ورسم او نړۍ ښایسته کړم.»

په تبعید کې زده‌کوونکې او په مخکېني حکومت کې د یوه پوځي لور چې د شکنجې او وژنې له وېرې یې وطن پرېښی، له وطنه د لرې والي په هکله یې داسې لیکلي: «موږ داسې پولې ته ورته یو چې یو اړخ یې ژوند او بل اړخ یې مرګ دی. مرګ په خپل هېواد کې او له سپکاوي ډک ژوند بیا په ګاونډي هېواد کې! څه وکړو چې له درد پرته بل څه راونه رسېدل. موږ څه کړي چې داسې سپکېږو او داسې روحي شکنجه راکول کېږي. درې کاله وشول چې طالبان مو له لرې شکنجه کوي. داسې اوازې وې چې دا ظلم پاېدونکی نه دی او ډېر دوام نه کوي؛ خو درې کاله وشول او له دې وروسته هم څرګنده نه ده چې ایا د ظالمانو ماڼۍ به راونړېږي که نه؟»

د کابل طبي پوهنتون یوه محصله چې اوس په یوه شخصي روغتون زدکړندويي کوي، په خپل استول شوي یادښت کې د ژوند له لاسه وتلي وخت لامل د طالبانو تېره درې کلنه واکمني ګڼي. نوموړې لیکلي: «تېر درې کاله مې په ژوند نه جبران کېدونکي زیانونه ولیدل او تر ټولو لوی زیان زما د ژوند تر ټولو غوره شتمني چې وخت دی، له لاسه وتل و. زه خپل هدف په رسېدلو کې پاتې راغلم او هره ورځ ترې لرې کېږم. زه د ستوماتولوژۍ پوهنځي د درېیم کال محصله وم او اوس مې کولای شوای په خپلواکه توګه مې کار کړای وای. اوس ناهیلې او ماته شوې یم او هېڅ هیله نه لرم.»

هغه نجلۍ چې ټوله هیله او ذوق یې عکاسي وه او غوښتل چې د ژوند ټولې ښې شېبې په پاېدونکو چوکاټونو کې تلپاتې کړي، اوس یې کامره او کارځای له لاسه ورکړی دی. هغه د خپلو هیلو سره په وېر کې کورناستې شوې او ناوړه شپې ورځې تېروي. د سقوط درېیمې کلیزې په مناسبت رالېږل شوي یادښت کې د طالبانو د واکمنۍ دوام ناوړه بولي او وايي که واکمني یې دوامداره شي، ځوانان ورکېږي: «زه دوه ویشت کلنه یم؛ خو هر وخت هیله لرم چې کاشکې مې دا درې ترخه کلونه تجربه کړي نه وای. په دې کلونو د پوهنتون، کار، ټولنیزو فعالیتونو، فردي ازادۍ او ان د کالیو اغوستلو حق مې له لاسه ورکړی دی. وېره لرم چې هسې نه د طالبانو واکمني دوامداره نه شي، ځکه موږ یو ځل بیا تېرو شلو کالو ته شاتګ کوو.» ښځو د طالبانو په دې درې کلنې واکمنۍ کې د پرمختګ لاره له لاسه ورکړې ده: «که حکومت بدل شوی نه وای، اوس به د ښکلو هنرونو په پوهنځي د درېیم کاله محصله وای او په یوه دفتر کې به مې د عکاسې او ډیزاینرې په توګه کار کاوه او یوه خپلواکه مېرمن به وای او د یوې ځوانې او بریالۍ نجلۍ په توګه به مې له نورو سره هم مرسته کولای؛ خو له بده مرغه اوس دا ټول په خوب او هیلې بدل شوي.»

د یادښتونو په دوام د یوې ښځینه خبریالې یادښت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو کې کار کوي، خواشینونکی دی. نوموړې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په يوې رسنۍ کې خپله لومړۍ دنده پيل کړه او په کاري ډګر کې د دې ډلې تر ټولو سخت محدودیتونه زغمي. هغه چې په داسې شرایطو کې اړه ده، خپلې دندې ته دوام ورکړي، لیکلي: «درې کاله د خپسکې په څېر تېر شول. داسې خپسکه چې هره شېبه او هره دقیقه اړه وم تېره یې کړم. هره شپه د داسې ورځو د پای ته رسېدو په هیله ویده کېږم او هره ورځ د دغې ډلې د واکمنۍ د وروستۍ ورځې په توګه شپه کوم. ښايي ووایم چې دا درې کاله د شپې د تیارې په توګه تېر شول. ښايي لمر راختلی نه وي. ما رڼا او ګرمي حس نه کړه. موږ ځوان نسل شل کاله دموکراسي، ازادي او برابري وزغمله. نړیوالې ټولنې له طالبانو سره په ګډه زموږ هیلې او موخې وتروړلې. یو ځل بیا ښځې او نجونې قرباني شوې. د هغې جګړې، تاوتریخوالي او سیاست چې هېڅ پکې ښکېلې نه وې، قرباني شوې.»

نوموړي د خپل یادښت په دوام کې د خبریالانو غږ په ستوني کې یو نښتی غږ بللی او لیکلي یې دي: «موږ هغه غږ یو چې په ستوني کې نښتی دی. موږ هغه یو چې له ناکامۍ سره مخامخې یو. زه نه پوهېږم چې دا ذلت څنګه انځور کړم او څنګه یې یادونه وکړم. داسې ټکي نه شته چې ووایم په دې درېیو کلونو کې پر ما او زما په څېر نجونو څه تېر شول. ما تل په افغانستان کې د خپل جنسیت، قوم، ژبې او مذهب لامله قرباني ورکړې. دا ځل مې هم قرباني ورکړه؛ پوښتنه کوم چې ولې مې قربانۍ نه منل کېږي؟ ولې دا ورځې پای نه مومي؟ که له هر ژمي وروسته پسرلی وي، زموږ پسرلی چېرته دی او ولې نه رارسېږي؟»

 دا یادښتونه د دې ښودنه کوي چې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر نجونو او ښځو که له هغه له هر قشر او طبقې څخه دي، څه تېر شوي دي. . ناهیلي، خپګان، بېوزلي، شکنجه، تېښته، وېره، له ټولو حقونو محرومیت او مقاومت په افغانستان کې د طالبانو د درې کلن واک پاېله ده. دا یادښتونه یو ورک شوی ژوند په ګوته کوي چې د پسرلي په هیله خزان وهلې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د وینا ازادۍ ځپل او د واقعیتونو تحریف؛ طالبان د «تاریخ جعلولو» لپاره رسنۍ جوړوي
راپورونه

د وینا ازادۍ ځپل او د واقعیتونو تحریف؛ طالبان د «تاریخ جعلولو» لپاره رسنۍ جوړوي

۲۶ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723791114]
راپورونه

په پکتیکا کې د پخوانیو امنیتي پوځیانو ناوړه وضعیت

۲۵ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723723589]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.