«په اروپا او شمالي امریکا کې افغان جلاوطنه خبریالانو» په نوم بنسټ یو راپور چې عنوان یې«موږ له دې حالته بهر کېږو»، خپور کړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې ۳۰۹ خبریالان او رسنیز کارکوونکي بندیان کړي چې په دې کې یې ۶۹ کسان په دوامداره توګه په بند کې ساتلي. نوموړي بنسټ ویلي چې طالبانو د تېرو درېیو کالو په اوږدو کې رسنۍ جوړې کړي او هغه خپلو پالیسو او فعالیتونو ته د تبلیغ لپاره کاروي، داسې چې د یاد بنسټ په وینا، په ننګرهار کې یې په یوه ورځ ۱۷ رسنۍ وتړلې.
په اروپا او شمالي امریکا کې افغان جلاوطنه خبریالانو د طالبانو واکمنۍ درېیمې کلیزې په مناسبت په هېواد کې د خبریالانو وضعیت په تړاو راپور خپور کړی دی. د راپور په حواله، په افغانستان کې نږدې هره ورځ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه پېښه ثبت شوې او دې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې په هرو درېیو ورځو کې یو خبریال بندي کړی دی.
په اروپا او شمالي امریکا کې جلاوطنه افغان خبریالانو ویلي چې موندنې یې ښيي چې طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندیان کړي دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، ۶۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دوامداره توګه په بند کې ساتل شوې دي.
دا خبریالان ټينګار کوي چې دا شمېرې په رسمي ډول تایید شوي او ښایي د طالبانو لخوا نیول شوي خبریالان تر دې هم ډېر وي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ډېرو افغان خبریالانو خپل د نیول کېدو د خبر له خپرولو او په معلوماتي بانکونو کې د هغه له ثبتولو ډډه کړې ده. په دغه راپور کې څرګنده شوې چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د نیول شویو خبریالانو شمېر د افغانستان د جمهوریت په ۲۰ کلنه دوره کې تر نیول شویو خبریالانو درې برابره زیات دی.
د دغه راپور د موندنو له مخې، یوازې د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیزې ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ پېښې ثبت شوې دي. د یاد بنسټ په راپور کې لیکل شوي د نوي لمریز کال د شپږو لومړیو میاشتو شمېرې ښيي چې دا شمېرې د تېرو کلونو پرتله لوړې وې. د جلاوطنه خبریالانو د څېړنې پر بنسټ، ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونه هر یو په ترتیب سره د خبریالانو او د رسنیزې ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶۳ او ۱۳۲ پېښو شاهد وو؛ خو سږ کال شمېرې پورته دي.
د دغو خبریالانو موندنې ښيي چې په ۱۴۰۱ کال کې رسنیزې ټولنې او خبریالانو د ورځې یو تاوتریخوالی تجربه کاوه او په ۱۴۰۲ کال بیا په هرو درېیو ورځو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي یوه پېښه کېدله؛ خو روان کال په هرو څلورو ورځو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې پېښې ثبت شوې دي.
جلاوطنه خبریالانو ټينګار کړی چې د خبریالانو او رسنیزې ټولنې پر وړاندې تاوتریخوالی پر یو «بوږنوونکي مسلک» بدل شوی دی. د هغوی په وینا، د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانستان د رسنیو شمېر په بېساري ډول کم شوی دی. د دې راپور موندنې ښیي چې د جمهوریت په دوره کې له جوړو شویو رسنیو اوسمهال له ۳۵ سلنې کمې فعالیت لري.
د جلاوطنه خبریالانو بنسټ په راپور کې راغلي چې طالبانو د تېرو درېیو کالو په اوږدو کې رسنۍ جوړې کړې او هغه د خپلو پالیسو او فعالیتونو د تبلیغ لپاره کاروي. دا خبریالان باوري دي چې په دې وروستیو کې د رسنیو تړل کېدل ډېر شوي او یوازې په ننګرهار کې په یوه ورځ د ۱۷ رسنیو دروازې وتړل شوې.
د دغو خبریالانو موندنې ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د هغوی په وینا، په جمهوري نظام کې د رسنیو له یو زر او ۸۰۰ ښځینه کارکوونکو او خبریالانو یوازې ۵۰ یې د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې کار کوي او ډېرو ولایتونو کې ښځينه خبریاله او د رسنۍ فعاله کارکوونکې نه شته. د راپور پر بنسټ، د افغانستان په لویدیځ فراه کې چې د مخکېني حکومت پر مهال یې له هرات وروسته ډېرې ښځينه خبریالانې لرلې، اوس په دغه ولایت کې یوازې یوه ښځينه خبریاله فعالیت لري.
په اروپا او شمالي امریکا کې جلاوطنه افغان خبریالانو په افغانستان کې د وینا ازادۍ پر خراب وضعیت اندېښنه ښوولې او ټينګار یې کړی چې طالبانو د تېرو ۲۰ کالو لویه لاسته راوړنه چې ازادۍ رسنۍ وې، له منځه وړې دي.
د دغو خبریالانو په باور، طالبان پر رسنیو د محدودیتونو لګولو له لارې هڅه کوي چې خپل جنایات چې «نسلوژنه، جنګي جنایات او بشریت ضد جنایت» دي، پټ کړي او د افغانانو د وضعیت په تړاو حقیقتونه جعل او هڅه کوي په دې توګه نړیواله ټولنه دوکه او تاریخ تحریف کړي.
په اروپا او شمالي امریکا کې جلاوطنه افغان خبریالانو د وینا ازادۍ له ملاتړو سازمانونو، څېړنیزو بنسټونو او د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو سازمانو غوښتي، هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، په مستندکولو کې یې مرسته وکړي او په وینا یې، «د یو ملت د تاریخ له جعلولو» مخنیوی وکړي. هغوی د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کړې چې پرېنږدي په افغانستان کې د رسنیو ازادي خپلې وروستۍ سلګۍ ووهي یا په بشپړ ډول له منځه لاړې شي.
له دې وړاندې د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنیو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د رسنیو قانون خلاف لږ تر لږه ۱۷ رسنیزې کړنلارې صادرې کړې دي. د نوموړي بنسټ په خبره، دا کړنلارې د رسنیو پراخې برخې رانغاړي چې په ملي راډیو ټلویزیون کې د ښځو پر کار کولو بندیز، په رسنیو کې د ښځو او نارینهوو جلا کول له نارینهوو سره د ښځو او له ښځو سره د نارینهوو پر مرکه کولو او د موسیقۍ پر خپرولو بندیزونه شامل دی.





