• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په پکتیکا کې د پخوانیو امنیتي پوځیانو ناوړه وضعیت

۸صبح، پکتیکا ۸صبح، پکتیکا
۲۵ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723723589]
Social Media

Social Media

طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې په خپلسري توګه مخکېني پوځيان نیولي، ربړولي یا یې وژلي دي. هغوی له پخوانیو پوځيانو د غچ‌اخیستنې په دوام، په پکتیکا کې لسګونه کسان نیولي او وژلي دي. طالبانو په پکتیکا او نورو څنګلورو ولایتونو کې د پخوانیو پوځيانو نږدې خپلوان او د کورنۍ غړي ګواښلي چې د مخکېنیو پوځيانو د نیولو او وژلو په تړاو له رسنیو سره خبرې ونه کړي. دغې ډلې په پکتیکا کې پر پخوانیو معلولو ځواکونو هم رحم کړی نه دی او دغه راز، په مخکېني حکومت کې د ځينو پوځيانو قبرونه یې ویجاړ کړې دي.

پکتیکا د هېواد په سوېل ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې د جمهوریت په وروستیو شپو ورځو کې د طالبانو لاس ته ولوېد. د نوموړي ولایت د ځینو اوسېدونکو په وینا، د جګړو په کلونو کې د دغه ولایت پخوانیو پوځيانو په دغه ولایت کې له طالبانو سره د مبارزې ترڅنګ د څنګلورو ولایتونو لکه غزني او پکتیا په عملیاتو کې هم ګډون کاوه.

په پکتیکا کې د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې طالبانو په دغه ولایت کې له پخوانیو پوځيانو غچ اخیستی دی او ځينې یې څارلي، نیولي یا یې تاوتریخوالی ورسره کړی دی. په یاد ولایت کې د پخوانیو پوځيانو د وژل کېدو شمېرې څرګندې نه دي؛ خو سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې پخواني پوځيان نیول شوي، شکنجه شوي او په صحرايي توګه محاکمه شوي دي.

طالبانو په مخکېني حکومت کې د ځانګړو ځواکونو قبر چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې دی، چاودنه ورکړې او یو سرتېری چې سترګې یې په یوې چاودنه کې له لاسه ورکړې وې، د کور مخته په ډزو وواژه.

په مخکېني حکومت کې د بکخېل ولسوالۍ د پولیسو قوماندان بدرالدین حیدري چې په بدو مشهور و، د حکومت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللی و. نوموړی هېواد ته له راستنېدو وروسته، د ۱۴۰۱ د کب پر ۱۰مه په خوست کې ونیول شو. طالبانو نوموړی پکتیکا ته یووړ او په سبا یې په یوې صحرايي محکمه کې په ډزو وواژه.

ګل‌خان د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د مخکېني حکومت پر مهال د ولسي پولیسو یو قوماندان و. نوموړی د ۱۴۰۱ کال د تلې پر ۲۰مه له خپلې کورنۍ سره روان و چې طالبانو یې پر موټر ډزې وکړې. په دې پېښه کې د نوموړي یو زوی ووژل شو، خپله او د کورنۍ دوه نور غړي یې ټپيان شول.

عبدالعلیم چې په پخواني حکومت کې د پولیسو یو سرتېری و، سترګې یې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې په یوې چاودنه کې له لاسه ورکړې وې. طالبانو نوموړی د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۰مه د جانيخېل ولسوالۍ په جلالزي کلي کې د خپل کور مخته په ډزو وواژه.

عبدالعلیم له دې وړاندې هم له طالبانو سره په جګړه کې د خپلې کورنۍ ۱۲ غړي له لاسه ورکړي وو. نوموړی د څو کونډو او یتیمانو په ګډون د یوې ۳۰ کسیزې کورنۍ سرپرست و.

طالبانو د غچ‌اخیستنې په دوام، د ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۱۹مه په پخواني حکومت کې د پکتیکا د مرستیال والي ورور له خپل کور څخه چې د دغه ولایت په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې و، وتښتاوه او یوه ورځ وروسته یې مړه پېدا شو. دا کس محمدیاسین نومېده او په کابل کې د نظامي برخې محصل و.

د دې ترڅنګ، طالبانو د دغه ولایت یو پوځي له پاکستانه تر راتګ وروسته په کندهار کې ونیوه او یو بل پوځي چې له ایران څخه راستون شوی و، په هلمند کې نیولی دی. د یو کال په تېرېدو لاهم د دغو دوو کسانو له برخلیک څخه معلومات نه شته.

د یادونې ده چې طالبانو په پکتیکا کې د پخواني پوځيانو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو بسنه کړې نه ده؛ بلکې د جمهوریت د دوو قوماندانانو قبرونو ته یې چاودنه هم ورکړې ده.

طالبانو د د ۱۴۰۰ کال په جدي کې په پکتیکا کې د یوه پخواني پوځي قبر ته چې دریاخان تلاش نومېده، چاودنه ورکړه او دغه راز، د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي میاشت کې یې په سوېل ختیځ کې د پخوانیو ځانګړو پولیسو قوماندان عزیزالله کاروان قبر هم ویجاړ کړ.

طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې په بېلابېلو ولایتونو کې پخواني پوځيان په نښه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر تېره اوونۍ په پکتیا کې یوې ناستې ته ویلي چې د خپل مشر اعلان شوې ټولبښنې ته ژمن دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د وینا ازادۍ ځپل او د واقعیتونو تحریف؛ طالبان د «تاریخ جعلولو» لپاره رسنۍ جوړوي
راپورونه

د وینا ازادۍ ځپل او د واقعیتونو تحریف؛ طالبان د «تاریخ جعلولو» لپاره رسنۍ جوړوي

۲۶ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723791114]
راپورونه

له سقوط وروسته؛ د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو څه تېر شوي

۲۴ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723656663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.