په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له پيله شاوخوا يو کال او شپږ مياشتې تېرېږي، خو د متقاعدو کارکوونکو تنخواوې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. متقاعد ملکي او نظامي مامورین چې کلونه کلونه یې هېوادوالو ته خدمت کړی، په دې بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. هغوی په داسې حال کې چې د طالبان له لوري د خپل تقاعد د کلنۍ تنخوا پرنه ورکړې نیوکه کوي، وايي چې په زاړه عمر کې له بې وزلۍ او ناروغۍ سره مخ دي، خو طالبان یې په بیلابیلو پلمو د تنخواوو له ورکولو ډډه کوي. د مخکیني حکومت ګڼ متقاعدین چې خپلې ځوانۍ یې دولت ته په خدمت کې تېرې کړي اوس هېڅ عاید نه لري او وایي، چې د ژمي لپاره د ان د سونګ توکو او د درد د تسکین د درملو د پېرلو توان هم نه لري. هغوی د دولت له خزانې نه چې اوس د طالبانو په ولکه کې ده، د خپل تقاعد د کلنۍ تنخوا د ژر تر ژره ورکول کېدو غوښته کوي. د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت وايي، چې د دې ډلې د کابینې له خوا د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې طرحه تصویب شوې، خو دوی د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده حکم ته په تمه دي چې د تنخواوو د ورکړې بهیر پیل کړي.
بریالی د کابل ولایت یو متقاعد دی. نوموړي د هرات ولایت د ټرافیکو ریاست د موټر چلوونکو د جواز په څانګه ۱۹ کاله کې کار کړی. بریالی چې شاوخوا ۶۰ کلن دی له دوو کلونو راهیسې یې کلنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې. دغه تقاعد شوی کس له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلې کورنۍ د نظم د ګډوډېدو په اړه ترخې کیسې لري. بريالي وايي: «د تقاعد د پيسو نه راکول کېدو ماته ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي هر ځل چې ورځو، د پیسو راکولو ژمنه کوي، خو د پیسو د راکولو درک نه وي. زه د لرګیو د اخیستلو لپاره پیسې نه لرم. زما یو زوی معتاد دی او دویم زوی مې واده کړی دی. زما دریم زوی وروسته له هغه ایران ته لاړ چې زموږ اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او له موږ سره ډیره مرسته هم نه کوي. ځکه چې په هغه هیواد کې هم ښه پیسې نه ورکوي. ما 19 کاله خدمت وکړ او ما هیڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به له دې وضعیت سره مخ شم.»
بریالی په ۱۴۰۰ هجري کې تقاعد شو او له هغه وروسته د تنخوا د اخیستو لپاره څو ځلي طالبانو ته ورغلی، خو د تنخوا په نه دی بریالی شوی.
د بریالي ترڅنګ ګڼ داسې متقاعدین شته چې طالبان د ژمنو په ماتولو تورنوي او وايي چې دا ډله د متقاعدینو د تنخواوو د ورکولو لپاره جدي هوډ نه لري. محمد صادق چې د کابل ښاروالۍ یو پخوانی کارکوونکی دی، څه کم پنځلس کاله د دې ادارې د تنظیف په څانګه کې کار کړی او له پنځو کلونو راهیسې تقاعد شوی دی. ۷۵ کلن محمد صادق اوس په بستر کې دی او د پښې او ملا درد یې ناکراره کړی دی. هغه ان په اسانۍ سره پر لاره هم نه شي تللی.
«محمد صادق ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «زماحالت ۤپه خپله ګورئ ، زه د درېدو توان نه لرم. په دې حالت کې یې هم د تقاعد د تنخوا د اخیستو لپاره څوځلي په موټر کې بوتلم، خو نن او سبا کوي خو پیسې نه راکوي . همدا اوس د ډاکټر د نسخې د درملو د پېرلو او روغتون ته تللو وس نه لرم، دا خو ۤپرېږده چې د کور لپاره سکاره او خوراکي توکي واخلم. دوه کاله کیږي چې نن او سبا کوي، خو تنخوا مو نه راکوي.»
شیرپادشاه چې د مخکیني حکومت د پوځ یو متقاعد دی، وايي: « همدا اوس په کابل کې د برېښنا د بیل او نورو لګښتونو تر څنګ د میاشتې درې زره افغانۍ کرایه ورکوم. له دوو کلونو راهیسې مو پیسې پور اخیستې او مصرفوو. هغه هټیوال ته نه شم ورتلی چې ترې پوروړی یم. دوی باید ژر تر ژره زموږ تنخواوې راکړې او دا زموږ حق دی. دا هغه پیسې دي چې د دندې پرمهال زموږ له تنخوا کمې شوې. ناحقه پلمې مه جوړوئ. که یې نه راکوئ، موږ مه لالهانده کوئ او په ښکاره ووایاست چې تنخوا مو نه شو درکولای چې پوه شو. موږ خیرات نه دی غوښتی، دا زموږ حق دی.»
بلخوا، د طالبانو مالیې وزارت اعلان کړی چې د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې طرحه د دې ډلې د کابینې له لوري تصویب شوې ده او ډير ژر به یې د ورکړې بهیر پېل شي. د طالبانو د مالیې وزارت ویاند، احمدولي حقمل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې طرحه د کابینې له لوري تصویب شوې او د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته لېږل شوې ده. د هغه په وینا، هره پرېکړه چې د دې ډلې د مشرتابه له لوري وشي، دغه وزرات به پرې عمل وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت ویاند څو میاشتې وړاندې هم ویلي وو، چې د متقاعدینو د معاش طرحه د دې ډلې د وزیرانو شورا له لوري وروستۍ شوې او په دې تړاو د خپل مشر وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.
طالبان په داسې حال کې د متقاعدینو د تنخواوو په ورکړه کې ځنډ کوي، چې د دې ډلې مشران د دغو پیسو د ورکړې په تړاو د نظر اختلاف لري. په ځينو موردونو کې د طالبانو چارواکو د تقاعد د پیسو ورکړه حرامه بللې ده، خو وروسته یې خپل نظر بدل کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې د پخوانیو ملکي او پوځي کارکوونکو تنخواوې به ورکړي.
د شته شمېرو له مخې، په هېواد کې د جمهوري نظام پر مهال له ۱۰۰ تر ۱۳ زره متقاعدینو خپله کلنۍ تنخوا د مالیې وزارت د متقاعدینو د صندوق له ادارې ترلاسه کوله. خو د طالبانو د رژیم په رامنځته کېدو سره دغه بهیر دریدلی دی. په تېرو اتلسو میاشتو کې ځينو دغو متقاعیدنو د خپلو کورنیو د اقتصاد د کمزورتیا له امله څو ځلي اعتراض کړی دی او د طالبانو رژیم هم څو ځلي ژمنه کړې ده، چې د متقاعدینو معاشونه ورکوي، خو تر اوسه یې دغه ژمنه عملي کړې نه ده.
په افغانستان کې د تقاعد تنخواوې د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پرتله ډېر کم دي. د دولت یو متقاعد د تقاعد پرمهال د خپل معاش لس سلنه اخلي. په دغو تنخواوو کې د وخت په تېرېدو او په هېواد کې د بېلابېلو نظامونو په راتګ سره بدلون راغلی دی. د کار د قانون له مخې چې په افغانستان کې په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شو، په هېواد کې د تقاعد عمر ۶۴ کاله ټاکل شوی او دولتي مامور باید د تقاعد او لازمې تنخوا او امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ۳۶ کاله په دولت کې دنده ترسره کړي وي.
د افغانستان د کار په قانون کې د تقاعد جزئیات مشخص شوي، خو د دغو د تنخواوو په اړه څه نه دي ویل شوي او د ولسمشر له خوا صادر شوي قانوني سند ته راجع شوي دي. له همدې امله، په افغانستان کې د تقاعد تنخواوې تل د حکومت د پرېکړو تابع دي. د جمهوريت په شل کلنه موده کې که څه هم افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل شول، خو د متقاعدینو په تنخواوو کې هیڅ بدلون رامنځته نه شو. که څه هم په افغانستان کې د تقاعد تنخوا خورا ټیټه ده او د یو کس د ژوند کولو لپاره بسنه نه کوي، خو متقاعدین وايي، چې په همدغو لږو پیسو هم قناعت لري، څو د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته وکړي. په مخکیني حکومت کې هم د دولتي مامورینو د تقاعد د تنخواوو د ورکړې موضوع جنجالي وه او تل د تقاعد ادارې د کار پر څرنګوالي او په دې اداره کې د فساد د شتوالي په تړاو شکایتونه کېدل.