• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د قرآنکريم د‌ سوځولو پر ضد او که د طالبانو په ملاتړ؛ لمونځ کوونکي په لاريون کې ګډون ته اړ کړای شوي

۸صبح ۸صبح
۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۱ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۳ [t_time:1674925735]

په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد ۱۷ ولایتونه د اعتراضونو شاهدان وو، داسې اعتراضونو چې ظاهراً د یوه افراطي ډنمارکي- سویډني سیاستوال له خوا د قرآن کریم د نسخې د سوځولو له امله د خلکو ناخوښي ښيي. په سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې یو شمېر لمونځ کوونکي وايي، چې طالب جنګیالیو د جمعې له لمانځه وروسته د سویډن پر ضد لاریون کې ګډون ته اړ کړي. د سرچينو په وينا، طالبانو پرلمونځ کوونکو د دغې ډلې بيرغ او ملاتړي شعارونه وېشلي او امر يې کړى، چې د سويډن پر هېواد لعنت ووايي او د طالبانو په ملاتړ غږ پورته کړي. هغه ويډيوګانې چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلي هم ښيي، چې لاریونوال د سویډن د حکومت پر ضد د مظاهرو پر ځای د طالبانو د رژیم په ملاتړ شعارونه ورکوي.

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار يو تن اوسېدونکی حبيب الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبانو د پنجشنبې په ورځ د مزارشريف ښار ټولو هټيوالو ته خبرداری ورکړی و چې د جمعې په ورځ د سهار له ۱۰:۰۰ بجو نه د ماسپښین تر ۳:۰۰ بجو پورې د هټيو د پرانېستو اجازه نه لري. حبيب الله زياتوي: « هغوی هټيوالو ته ويلي وو، چې که په لاريون کې ګډون ونه کړئ، د خپلو هټيو د پرانيستو حق به ونه لري.»

د مزارشريف ښار يو هټيوال عبدالکريم د جمعې په ورځ د سلواغې په ۷مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې وسله والو طالبانو د جمعې له لمانځه وروسته لمونځ کوونکي او ځوانان د وسلې په زور له جوماتونو او کوڅو راټولول او په مظاهرو کې يې ګډون ته اړ کول. دغه هټیوال زیاتوي، چې طالب جنګیالیو د جمعې د لمانځه پر مهال د وکيلانو او د جوماتونو د استازو له لارې اعلان وکړ، چې له لمانځه وروسته دې په مظاهره کې ګډون وکړي، که نه نو د دې ډلې د امنیتي ادارو له لوري به له قانوني چلند سره مخ شي.

د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اوسېدونکي هم ورته خبرې کوي. د ایبک ښار یو اوسېدونکی وايي، طالب جنګیالیو لمونځ کوونکو ته خبرداری ورکړ، چې که په مظاهره کې ګډون ونه کړي، له شرعي او قانوني چلند سره به مخ شي او بیا به د شکایت حق ونه لري.

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکي سید حمیدالله هم ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د امیر علي شیر نوايي جومات امام د جمعې د لمانځه په خطبه کې د طالبانو اعلامیه ولوستله او څرګنده یې کړه: «د جمعې له لمانځه وروسته ټول لمونځ کوونکي باید د سویډن پر ضد په مظاهره کې برخه واخلي. د پولیسو او د استخباراتو د مرکزي دفتر موټرونه به په مظاهره کې تاسې بدرګه کوي،که څوک په لاريون کې له ګډون سره مخالفت وکړي، د امنيه قوماندانۍ او کشفي ارګانونو ځواکونه يې نيسي او بيا د شکايت حق نه لري.»

دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې ډنمارکي – سویډني افراطي سیاستوال راسموس پالودان د تېرې اونۍ په پیل کې د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د یوې مظاهرې پرمهال د سویډن د حکومت په اجازه د قران کریم یوه نسخه وسوځوله. د نوموړي دغه اقدام د ډېرو اسلامي هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شو.

د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان ۱۷ ولایتونه په تېرو درېیو ورځو کې د مظاهرو شاهدان وو. خوست ولایت د چهار شنبې په ورځ د سلواغې په ۵مه، کندهار، پکتیا، کندز، ننګرهار، زابل او پکتیکا ولایتونه د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۶مه او کابل، بلخ، بدخشان، پکتیا، سمنګان، جوزجان، بغلان، هرات، پنجشیر او هلمند ولایتونه د جمعې په ورځ د سلواغې په۷ مه د اعتراضيه لار يونونو‌ شاهدان وو. په دغو لاريونونو کې ډيری لاريون کوونکو د سويډن د حکومت پر ضد د شعارونو د ورکولو ترڅنګ، د طالبانو په ملاتړ هم شعارونه ورکړي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کار د طالبانو له لوري پر لاريونوالو تحميل شوی دی.

دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې طالبانو تر دې وړاندې د ننګرهار او غزني ولایتونو اوسیدونکي اړ کړي چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري پر کور د امریکا د هوايي برید پر ضد لاریون وکړي او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړي. سرچینو په ډاګه کړې، چې طالب جنګیالي هم د لاریون کوونکو په منځ کې په شخصي جامو او اعتراضي بنرونو سره ګرځي او لاریونوال اړ کوي، چې د دې ډلې په ملاتړ هم شعارونه ورکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.