۸صبح، کابل: د اسټرالیا د پناه غوښتونکو ټولنې له افغانستانه د ملاتړ لپاره د دغه هېواد له ونډې او د افغان کډوالو له منلو هرکلی کړی، خو په همدې حال کې یې د کډوالو د منلو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
د اسټرالیا یوې پارلماني کمېټې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزارته غوښتي، چې د افغان کډوالو د منلو په بهیر کې اسانتیا رامنځته کړي.
د اسټرالیا دولت تازه اعلان کړی، چې په څلورو کلونو کې ۱۶ زره او ۵۰۰ افغان کډوال مني. تر دې مخکې اسټرالیا ویلي و، چې په دغه موده کې کابو ۳۰ زره افغان وګړي استوګن کوي.
د اسټرالیا د پناه غوښتونکو ټولنه وایي، چې د کورنیو چارو وزارت دې د افغان کډوالو لپاره د ویزې ورکولو په برخه کې د اړیکو او بهیرونو پر چټک ښه والي، لا ډېر تمرکز وکړي.
دغه بنسټ ویلي، چې د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د روښانه لارښوونې او اړیکو نشتون له امله، خلک له خطرناک موقعیت سره مخ کېږي او د وګړو د خوندیتوب په هکله د وېرې او دوامداره ډار لامل کېږي، په داسې حال کې چې د خپلې ویزې د غوښتنو په هکله د ځواب په تمه دي.
د اسټرالیا د پناه غوښتونکو شورا د عامل پلاوي مدیر پل پاور ویلي: «په افغانستان کې دوامداره ناامني او د ویزو په برخه کې نه روڼتیا، خلک له ستونزو سره مخ کوي. له همدې امله، د ارتباطاتو نشتوالی په اسټرالیا کې د افغاني ټولنې د غړو لپاره د پام وړ وېرې رامنځته کېدو لامل کېږي، چې امن ځای ته د کورنیو د راوستو په اړه ناهیلي دي.»
د اسټرالیا د پناه غوښتونکو شورا ځانګړي سلاکار احمد شجاع جمال له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له بشردوستانه غوښتنې یوازې نیمایي بودیجه راټوله شوې او په افغانستان کې د چټکو مرستو په برخه کې اړتیا له ورایه ښکاري، چې اسټرالیا کولای شي د لیرې کولو لپاره یې مرسته وکړي.»
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان لپاره د ۴٫۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ تر اوسه ۴۴٫۲ میلیارد ډالر راټول کړي دي.