۸صبح، هرات: د هرات په پوهنتون کې د اعتراض کوونکو له منځه سرچینې د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو زده کړیالانو له وهلو ټکولو خبر ورکوي.
د هرات په پوهنتون کې نجونو زده کړیالانو یکشنبه د تلې پر لسمه د «نسل وژنه ودروئ» شعار په ورکولو سره کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید پروړاندې اعتراض کړی دی.
د هرات له پوهنتونه سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو څو محصلانې په پوهنتون کې دننه وهلي ټکولې دي او په همدې توګه د ښځو اعتراض ځپل شوی دی.
طالبانو د هرات پوهنتون دروازه د اعتراض کوونکو پرمخ تړلې ده او د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره د هغوی رنجرې په سیمه کې ګزمه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما پرون له طالبانو وغوښتل، چې د اعتراض کوونکو پروړاندې له تاوتریخوالی کار وانهخلي.