۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) اعلان کړی چې پر کونړ او خوست په بیګاني بمبار کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
یوناما سهشنبه د لیندۍ پر ۴مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې شپږ کسان ټپيان شوي هم دي.
د نوموړي بنسټ په خبره، ګڼ وژل شوي ماشومان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یو ځل بیا نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې څو په خبره یې، ملکي وګړي خوندي او له تاوتریخوالي وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیګاه شپه وویل چې پاکستان پر خوست، کونړ او پکتیکا بمباري کړې او زیاته کړې ده چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د وژل شویو ماشومانو عکسونه خپاره کړي او ویلې یې دي چې په دغو بریدونو کې د یوې ښځې په ګډون نهه ماشومان وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند احمد شریف چودري بیا پر خوست، کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه رد کړي دي.
نوموړي ویلي: «هېڅ ډول برید نه دی شوی. کله چې برید وکړو، مسوولیت هم منو.»
چودري ویلي چې ملکي وګړي یې نه دي په نښه کړي.





