• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نړيوال ميراث لپاره د خطر زنګ؛ د جام تاريخي منار د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

الینا قلم الینا قلم
۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766063984]
Exclusive

Exclusive

د غور ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې جام څلي ته له نه پاملرنې شکایت لري. هغوی وايي چې د ژمی په نږدې او ورښتونو له ډېرېدو سره دا څلی له بل هر وخته ډېر د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. د هغوی په خبره، سره له دې چې د دغه څلي د بیارغونې په نوم څو وارې ډېر لګښتونه وشول، خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي چې دا تاریخي میراث د نړېدو له ګواښ څخه وژغوري.

د غور ځينو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د دغه تاریخي منار د ساتنې په موخه د محافظتي دیوال جوړولو غوښتنه کړې چې د شته جوړښتونو پرتله یې مقاومت ډېر وي. هغوی وايي، که پاملرنه ونه شي، ښايي دا څلی په بشپړه توګه ونړېږي.

دا اوسېدونکي ټينګار کوي چې مسوول بنسټونه دې د دغه تاریخي میراث د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي. هغوی باوري دي چې جام څلی د محافظتي دیوالونو جوړولو، د بنسټونو پیاوړي کولو او پراخو علمي څېړنو ته اړتیا لري څو د نړېدو کچه او د جوړښت ثبات یې وارزول شي.

د غور اوسېدونکی احمد فهیم د طالبانو او کلتوري بنسټونو په ځانګړې توګه یونسکو پر نه پاملرنې نیوکه کوي. نوموړی وايي چې د دغه څلي ځينې برخې د سېلابونو او بارانونو له کبله تخریب شوې او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. هغه زیاتوي چې دا څلی د ژمي په راتګ او ورښتونو له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د غور دا اوسېدونکی وايي: «جام څلی د هېواد د یوه تاریخي او روښانه پړاو استازیتوب کوي، خو له بده مرغه په وروستیو کالو کې دا ارزښتمن تاریخي اثر د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دی. دا کلتوري میراث چې په نړۍ کې له خښتو جوړ د لومړني څلي په نوم هم پېژندل کېږي، سربېره پر دې چې د یونسکو د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی، خو تر اوسه ورته اړین پام نه دی شوی. هر کال د ژمي په راتګ او د بارانونو له ډېرېدو سره د دغه څلي د نړېدو خطر ډېرېږي. زموږ غوښتنه له یونسکو او نورو کلتوري بنسټونو دا ده چې دغه تاریخي اثر ته پاملرنه وکړي، څو د افغانستان دا روښانه تاریخي میراث خوندي پاتې شي.»

د غور یو بل اوسېدونکی کریم‌داد وايي چې دمګړۍ د جام څلي وضعیت اندېښمنوونکی دی. د نوموړي په خبره، د وخت په تېرېدو سره جوړښتي او بنسټیزو زیانونو دا تاریخي څلی له نازک حالت سره مخ کړی دی.

کریم‌داد په دې اړه وایي: «که د مسوولو بنسټونو او دولت له لوري جدي او بېړنۍ پاملرنه ونه شي، د دې څلي د نړېدو خطر ډېر حتمي او جدي دی. دا یوازې یو تاریخي څلی نه دی، بلکې د غور د خلکو د تمدن او کلتور یوه مهمه برخه بلل کېږي. دغه تاریخي اثر ته نه پاملرنه به نه جبرانېدونکې ضایعه وي او که دا نه پاملرنه همداسې دوام وکړي، د غوریانو د تمدن او تاریخ ۹۰۰ کلن قامت به یې ونړېږي.»

د غور یو بل اوسېدونکی قدیر نجیبي وايي چې جام څلی افغانستان ته ډېر ارزښت لري او د هېرېدو نه دی. نوموړي دغه تاریخي میراث ته له ژمي وړاندې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې څو له احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.

قدیر زیاتوي: «له بده مرغه په دې وروستیو کې دغه تاریخي اثر ته د نه پاملرنې له کبله، دا څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. هېڅوک باید دا تاریخي، کلتوري او تمدني منار هېر نه کړي. د دغه څلي کلتوري او تاریخي ارزښت ډېر ژور او بډایه دی؛ نه یوازې د غور لپاره بلکې د افغانستان او سیمې لپاره هم. مسوول بنسټونه، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د تاریخي اثارو د ساتنې برخې دې دغه څلي ته جدي پاملرنه وکړي څو د بارانونو په موسم کې یې د نړېدو او رالوېدو مخنیوی شوی وي.»

ورته مهال ځينې کلتورپوهان وايي چې د دغه څلي د بیارغولو او خوندیتوب لپاره دې د یونسکو په همکارۍ یو تخنیکي ډله جوړه شي چې افغان انجنیران، څېړونکي او طراحان یې غړي وي.

د کلتوري چارو کارپوه کتاب خان فیضي وايي: «د جام څلی په نړۍ کې یو دنګ منار دی چې څو وارې ایټالیايي انجنیرانو بیارغولی دی. د دې بیارغونې لګښت یونسکو ورکړی او په تېرو دوو درېیو کالو کې د څلي د له منځه تللو د مخنیوي لپاره د افغانستان د لرغون پېژندنې د کارپوهانو تر څار لاندې یو استنادي دیوال جوړ شو. د دغه دیوال لوړوالی ۱۵ مترو پورې رسېږي او د هریرود او نورو اوبو جریان کابو کوي، خو د مالي سرچینو د کارونې اړوند اړینه پاملرنه نه ده شوې او د پیسو ډېره برخه ضایع شوې ده.»

له دې وړاندې د یوناما مرستیالې اندریکا راتوات د جام تاریخي څلي څخه د لیدنې پر مهال خبرداری ورکړی و چې که بیړني ګام پورته نه شي د دغه تاریخي میراث د نړېدو احتمال به ډېر شي. نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغه تاریخي او کلتوري میراث د خوندیتوب لپاره اړینې سرچینې او ملاتړ چمتو کړي.

د سېلابونو په پایله کې د دغه منار ځينې استنادي دیوالونه له منځه تللي او د شاخوا ډېره برخه یې شڼېدلې ده. ملګرو ملتونو د برج په دننه کې تجهیزات نصب کړي څو د څلي د توازن او ثبات کچه وڅاري.

د جام څلی یا منار چې د غوریانو دورې د معمارۍ له شاهکارونو څخه شمېرل کېږي، د دولسمې میلادي پېړۍ په وروستیو کې جوړ شوی. د څلي پر کتیبو د قرآن کریم ځینې ایاتونه حک شوي دي. دا منار په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شو.

د جام څلي لوړوالی ۶۴ متره دی او د نوې ډېلي د قطب له څلي وروسته، د نړۍ دویم لوړ له خښتو جوړ منار ګڼل کېږي. دا څلی د سلطان غیاث‌الدین غوري (۵۵۸–۵۹۹ هجري) د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوی دی.

د یونسکو د اسنادو پر بنسټ، د دغه څلي یو معمار د «علي» په نوم و چې نوم یې د څلي په دوو ځایونو کې لیدل کېږي. همدارنګه د څلي په پایې کې د سلطان غیاث‌الدین غوري نوم هم تر سترګو کېږي. د منار د اته ضلعي پایې قطر ۹ متره او لوړوالی یې له ۶۲ تر ۶۴ مترو پورې دی. د منار بنسټ شاوخوا ۲ متره د ځمکې له سطحې پورته دی او د دننه کېدو لپاره یو کوچنی دروازه هم لري.

د جام څلی نه یوازې د افغانستان د تاریخ او کلتور یوه برخه ده، بلکې د نړۍ د اسلامي معمارۍ له مهمو نښو څخه هم شمېرل کېږي.

د غور جام څلی په جام کلي کې چې د فیروز کوه ښار ختیځ ته ۷۰ کیلومتره لیرې پروت دی، جوړ شوی دی. دا څلی چې د هریرود سیند په مسیر کې پروت دی، د غوریانو دورې مهم هنري شهکار ګڼل کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو
خبرونه

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790449980]
ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د ایران نوی وړاندیز مې رد کړ

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790443916]
پزشکیان: د عمان مذاکرات د ایران د اټومي موضوع د عادلانه حل لپاره غوره فرصت دی
بهرني خبرونه

پزشکیان: تهران نور له امریکا سره پر مذاکراتو باور نه لري

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790443349]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.