د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، وروسته له هغې چې له امریکا سره د خبرو تېر پړاوونه له بریدونو او بندیزونو سره مل شول، تهران نور له واشنګټن سره پر مذاکراتو باور نه لري.
پزشکیان شنبه د سپټمبر پر ۲۶مه له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې پر امریکايي لوري باور نه لري او نه پوهېږي چې پر کوم بنسټ له واشنګټن سره هوکړې ته رسېدای شي.
نوموړي زیاته کړې چې د منځګړو په توګه قطر او پاکستان د ایران پیغامونه امریکا ته لېږدوي.
د ایران ولسمشر ټينګار کړی چې په جون میاشت کې د دواړو غاړو ترمنځ خبرې د تېرې هوکړې له مخې ترسره کېږي او امریکا دې یې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.





