• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

امریکا او د افغانستان متحده جبهه؛ د ملاتړ اووه نښې

شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني
۱۷ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786205713]
Social Media

Social Media

په وروستیو اوونیو کې د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې پوځي فعالیت پیل کړی او ظاهراً په شدت دوام لري. دغې جبهې په دې اړه رسمي اعلامیه هم خپره کړې او د بریدونو مسوولیت یې هم پر غاړه اخیستی؛ خو طالبانو د معمول په څېر هڅه کړې چې د افغانستان په جغرافیه کې د دغې جبهې له حضوره انکار وکړي. د متحدې جبهې په اړه د پام وړ ټکی د امریکا له خوا د دغې جبهې د احتمالي ملاتړ خبره ده. دا احتمال پر لاندې نښو ولاړ دی:

۱ – متحده جبهه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په امریکا کې جوړه شوې ده. دفتر یې هم په همدغه هېواد کې دی. مشر او ګڼ مهم غړي یې هم په دغه هېواد کې اوسېږي. مهمه دا چې د امریکا په څېر هېواد کې هېڅ بنسټ، په ځانګړې توګه داسې بنسټ چې بنسټګر یې د نورو هېوادونو اتباع وي، د فعالیت اجازه نه لري، مګر د قانون په حکم. کله چې له طالبانو سره مبارزه د متحدې جبهې د رامنځته کېدو بنسټيزه موخه جوړوي او بیا هم دغې جبهې له امریکا د فعالیت اجازه ترلاسه کړې، دا په ضمني ډول د واشنګټن د احتمالي ملاتړ نښه بلل کېدای شي، داسې چې نظامي ملاتړ هم پکې راتللی شي.

۲ – سمیع سادات د امریکا د باور وړ کس دی. په ډېر احتمال چې پوځي زده‌کړې یې هم په همدغه هېواد یا د ناټو په نورو غړو لوېدیځو هېوادونو کې کړې وي. مهمه دا چې د جمهوري نظام پر مهال یې د امریکايي سرتېرو تر څنګ له طالبانو سره جګړه کړې ده. د جمهوریت په دفاعي – امنیتي دستګاه کې یې د مقام لوړېدل هم تر ډېره د امریکایانو د ملاتړ له امله و. ښايي شخصي وړتیا او هڅې یې هم په دې برخه کې بې‌اغېزې نه وي. که امریکا همدا اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړي، ښايي له هغو کسانو څخه ګټه پورته کړې چې دا درې ځانګړنې ولري: پښتون وي، د امریکايي سرتېرو له خوا یې پوځي روزنه ترلاسه کړې وي او له هغوی سره یوځای یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وي.

۳ – ښاغلي سادات د امریکا د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د دغه هېواد له اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ کړی و. ښايي د سادات په څېر کسانو ملاتړ د ټرمپ په بریا کې اغېزناک نه وي، خو په همدغه مناسبت د غونډې جوړول، له ټرمپ څخه د ملاتړ د اړتیا په اړه خبرې او هغه ته له مبالغې ډکو صفتونو کارول، د سپینې ماڼۍ د واکمن له سترګو پټ نه پاتې کېږي؛ داسې واکمن چې د مطرح کېدو لېواله دی او د ځان په اړه د نورو ستاینې ته ارزښت ورکوي. بیا هم که فرضاً د ټرمپ حکومت د طالبانو له مخالفانو د ملاتړ نیت ولري، له سادات څخه به ملاتړ وکړي، نه له هغوی چې تهران یې کوربتوب کوي.

۴ – ښاغلي سادات تازه له«میلیتاري ډاټ‌کام» مجلې سره مرکه کړې؛ هغه مجله چې د پخوانیو امریکايي سرتېرو له خوا اداره او د پېنټاګون د باور وړ بلل کېږي. له همدې امله له دغې مجلې سره مرکه ځانګړی ارزښت لري؛ هغه هم په داسې شرایطو کې چې متحدې جبهې له طالبانو سره جګړې ته مخه کړې ده. سادات په دغې مرکې کې ښکاره د طالبانو پر وړاندې د «سیاسي مبارزې» د پای او د «پوځي مبارزې» د پیل خبر ورکړی دی. که د مرکه‌کوونکي لحن او مطرح شوې موضوعات د مرکه کوونکې رسنۍ له ماهیت سره یوځای وارزول شي، له متحدې جبهې د امریکا د احتمالي ملاتړ په اړه یو څه ترلاسه کېدای شي.

۵ – څه موده مخکې د طالبانو رژیم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د «یرغمل نیوونکو رژیمونو» په نوملړ کې شامل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په څرګندو ټکو ویلي و چې طالبان یرغمل نیول د امتیاز اخیستلو د یوې وسیلې په توګه کاروي او د نوموړي په خبره، له دې وروسته به دا کار ونه زغمل شي. د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر خبرداری ورکړی و چې که طالبان د یرغمل نیولو دود پای ته ونه رسوي، نو د وېنزویلا او د ایران د اسلامي جمهوریت پر برخلیک به اخته شي. کله چې د دغو دوو امریکايي چارواکو خبرداري جدي وګڼل شي، له متحدې جبهې څخه د امریکا د احتمالي ملاتړ خبره هم جدي ښکاري. که امریکا وغواړي پر طالبانو فشار راوړي، د دغې ډلې د مخالفو ځواکونو کارول اغېزمنه وسیله کېدای شي. البته، څنګه چې امریکا د نړۍ لومړنی زبرځواک دی، نورې اغېزمنې وسیلې هم په واک کې لري.

۶ – همدا چې امریکا د متحدې جبهې د فعالیت مخه نه نیسي، خپله د دغه هېواد د احتمالي ملاتړ څرګندونه کوي. که د دغې جبهې فعالیت د امریکا له شین څراغ سره مل نه وای، لرې ده چې دا جبهه دې د امریکا په خاوره کې له خپل حضوره په ګټنې د طالبانو واکمنۍ ته ګواښ پېښ کړي. له طالبانو سره جګړه لګښت نه لري؟ هو، لري یې، خو دا لګښت څنګه پوره کېږي؟ څرګنده ده چې پام سملاسي کوربه هېواد ته اوړي. که واشنګټن له طالبانو سره د ملګرتیا نیت ولري، په خپله خاوره کې مېشتې یوې نظامي جبهې ته به اجازه ورنه کړي چې پر ضد یې فعالیت وکړي. کله چې امریکا د افغانستان له خاورې د خپلو ګټو پر ضد د کارونې غوښتونکې نه ده، څنګه به د طالبانو پر ضد یوې نظامي جبهه ته اجازه ورکړي چې د امریکا له خاورې په ګټې اخیستنې د طالبانو رژیم ته سرخوږی جوړ کړي؟

په دې منځ کې بیا د طالبانو چوپتیا هم د پام وړ ده؛ په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې تل پر پاکستان تور لګوي چې له مخالفانو یې ملاتړ کوي. ښايي دا چوپتیا دوه لاملونه ولري: یا پر امریکا له رسمي او ښکاره اعتراضه وېرېږي یا هم د متحدې جبهې فعالیت د غبرګون وړ نه بولي. ښايي طالبان خپل پیغام د پټو کانالونو له لارې امریکا ته ورسوي. بل احتمال هم شته: ان که له متحدې جبهې د امریکا ملاتړ څرګند وي، بیا هم نه غواړي ښکاره شي؛ ځکه افشا کېدل یې د طالبانو مخالفانو ته روحیه ورکوي او د دې ډلې د ځواکونو مورال کمزوری کوي.

۷ – هغه نښې چې له متحدې جبهې څخه د امریکا د احتمالي ملاتړ په اړه یادې شوې، که سمې وي، بله پوښتنه د دغه ملاتړ د کچې په اړه ده. لږ تر لږه تر دې دمه څرګنده ده چې سپینه ماڼۍ د طالبانو د رژیم د نسکورولو پروګرام نه لري. پر همدغه بنسټ، د طالبانو له مخالفانو په ځانګړې توګه له متحدې جبهې څخه د ملاتړ کچه به د یوه رژیم د نسکورولو تر کچې نه وي. متحده جبهه هم د ټرمپ حکومت له یوه‌موټي ملاتړه برخمنه نه ده، هغه هم په دغه دولت کې د بېلابېلو تمایلاتو له کبله؛ داسې تمایلات چې د ایران اسلامي جمهوریت د قضیې په اړه ورځ تر بلې څرګندېږي. د افغانستان د قضیې اړوند وضعیت همداسې دی. د بېلګې په توګه، د ټرمپ د لومړي حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکي چې د همدغه حکومت د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په امر زلمی خلیلزاد له هغه سره له لیدنې منع شوی و؛ ځکه د بولټن او پامپیو لیدلوري یو شان نه و او بولټن له افغانستان څخه وتلو ته اندېښمن و، خو پامپیو نه.

دا مهال د ټرمپ په دویم حکومت کې هم وضعیت د تېر په څېر روان دی. ښايي له همدې امله متحده جبهه د امریکا د ملي امنیت شورا یا د جګړې (دفاع) او بهرنیو چارو وزارتونو له ملاتړ څخه برخمنه وي. یا هم ښايي د پخوانیو امریکايي سرتېرو، د کانګرېس د ځینو غړو او پر حکومت د اغېز لرونکو ناحکومتي بنسټونو ملاتړ ورسره وي. تر دې دمه به دا ملاتړ دومره وي چې متحده جبهه د نورو جبهاتو ترڅنګ یاده شي، نه دا چې د رژیم د نسکورولو له وړتیا برخمنه شي. دا جبهه هم داسې مهال جګړې ته راووته چې تهران احمد مسعود او محمد محقق میلمانه کړل او وروسته په بدخشان کې د ازادۍ او سپاهیان میهن په نوم جبهې له طالبانو سره ښکېلې شوې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو له ایرانه د اېستل شویو ماشومانو د ملاتړ غوښتنه وکړه
خبرونه

ملګرو ملتونو له ایرانه د اېستل شویو ماشومانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792309331]
روسیه: د هرمز تنګي کړکېچ ښايي د تېلو بیې لوړې کړي
بهرني خبرونه

روسیه: د هرمز تنګي کړکېچ ښايي د تېلو بیې لوړې کړي

۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792305446]
په سعودي عربستان کې د چورلکې لوېدل؛ د عملې دوه غړي یې مړه شوي دي
بهرني خبرونه

په سعودي عربستان کې د چورلکې لوېدل؛ د عملې دوه غړي یې مړه شوي دي

۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792299043]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.