د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نواک خبرداری ورکړی چې د نړیوال بازار د بیو د بدلونونو د کنټرول لپاره د تېلو شته زېرمې د کمېدو په حال کې دي او د کړکېچ دوام ښايي د تېلو د بیو د لا لوړېدو لامل شي.
الجزیرې يکشنبه د اکټوبر پر ۱۸مه، د نواک له قوله راپور ورکړی چې د تېلو نړیوال بازار هره ورځ له څلورو تر شپږو میلیون بېرلو پورې د تېلو له کمښت سره مخ دی.
نواک ویلي: «که دا وضعیت دوام وکړي، زما په اند د تېلو بیې به لا لوړې شي.»
هغه ټینګار کړی چې که د خلیج د هېوادونو د تېلو رسونه بېرته پیل شي، ښايي د تېلو نړیوال بازار په یوه تر یوه نیم کال پورې موده کې بېرته انډول ته ورسېږي.





