۸صبح، کابل: په افغانستان کې ملګرو ملتونو له ایرانه د تنکیو ځوانانو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د زدهکړو په برخه کې یې پر پانګونې او د ماشومانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
دغه سازمان يکشنبه د تلې پر ۲۶مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې هېڅ ماشوم باید اړ نه شي چې د کار کولو او د خپل ماشومتوب د تجربه کولو ترمنځ یو انتخاب وکړي.
ملګرو ملتونو د زدهکړو په برخه کې د بېړنۍ پانګونې، د ماشومانو د ملاتړ او هغوی ته د مناسبو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
په وروستیو کلونو کې ګڼ افغان کډوال له ایرانه بېرته راستانه شوي دي. په دوی کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل دي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره یې کار کاوه.
د دغو ماشومانو بېرته ستنېدو زدهکړو، ټولنیز ملاتړ او د کورنیو لپاره د عاید برابرولو فرصتونو ته د هغوی اړتیا لا زیاته کړې ده.





