د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ترکی المالکي ویلي، د دغه ایتلاف یوه چورلکه د سعودي عربستان په خاوره کې لوېدلې او د عملې دوه غړي یې مړه شوي دي.
الجزیرې يکشنبه د اکټوبر پر ۱۸مه، راپور ورکړی چې دغه چورلکه د «AH-۶» ډوله وه او د سعودي عربستان د سوېل لوېدیځ په نجران سیمه کې لوېدلې ده.
د راپور له مخې، د چورلکې د لوېدو لامل تخنیکي ستونزه بلل شوې ده.
د دغې چورلکې د الوتنې د عملې دواړه غړي چې افسران وو، په دې پېښه کې مړه شوي دي.





