۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس له لوړو زدهکړو د افغان مېرمنو د منع کېدو په غبرګون ویلي، چې امریکا د طالبانو دغه «د نه دفاع وړ پرېکړه» غندي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند سه شنبه د لیندۍ پر ۳۹ ویلي، چې طالبانو «افغان مېرمنې د تل لپاره پر یوه تیاره او شاته پاتې راتلونکي محکومې کړې دي.»
د هغه په وینا د افغانستان پر ښځو تپل شوي محدودیتونه د دې لامل شوي چې «د افغانستان اقتصاد د ښځو د ګډون د نشتوالي له امله هر کال یو میلیارد ډالر له لاسه ورکړي.»
اخوا د افغانستان په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د ښځو د زدهکړو ممنوعیت د افغانستان لپاره یو بل «شاتګ» بللی دی.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک هم نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو پرېکړه «د خواشینۍ وړ» بللې او ویلي یې دي: «تصور نه شو کړای چې یو هېواد د ښځو له فعال ګډون او زدهکړو پرته وده وکړي.»
له دې مخکې پر بشري حقونو د څار بنسټ هم په یوه توند غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو منع کول «د شرم وړ» اقدام دی.
جرمني او بریتانیا هم په پیغامونو کې د طالبانو دغه اقدام غندلی دی.