په هرات ولایت کې د ناامنۍ له زیاتېدو او د محدودیتونو له سختېدو سره هممهاله، یوه کورنۍ چې اوس اوس یې کابل ته پناه راوړې وايي، د طالبانو د چلند، خپلسرو نیونو او بېکارۍ له امله فشارونو د دوی له ژونده ارامتیا اخیستې او د خپل ټاټوبي پرېښودو ته یې مجبور کړي دي.
د دغې کورنۍ غړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، د ټولو خلکو ژوند له ښځو او سړیو نیولې تر ماشومانو پورې له پراخو بدلونونو سره مخ شو، خو په وروستیو میاشتو کې وضعیت تر پخوا خورا سخت شوی دی. د دوی په وینا، پر بېکارۍ او بې وزلۍ سربېره، د طالبانو خپلسرو نیونو پر هرات د وېرې او ناامنۍ فضأ واکمنه کړې ده. دوی زیاتوي چې خلک د تور له اعلانېدو یا د جرم له څرګندېدو پرته نیول کېږي او همدا موضوع د کورنیو په منځ کې د ژورې اندېښنې لامل شوې ده.
په همدې حال کې د دغې کورنۍ یوه لورچې له نهم ټولګي وروسته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره له زدهکړو بېبرخې شوې، وايي که چیرې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو محدودیتونه نه وای، اوس به د پوهنتون د دویم کال محصله وه او خپلې هیلې یعنې ډاکټرې کېدو لپاره به یې هڅې کولې.
یوه مېرمن زهرا (مستعار نوم) چې د محدودیتونو او د طالبانو له خوا د خپلسرو نیونو د اندېښنې امله له خپلې کورنۍ سره له هراته کابل ته کډه شوې، وايي د طالبانو د ځواکونو چلند د دوی له ژونده سكون اخیستی و.
دا مېرمن وايي: «د طالبانو په راتګ سره، د هرات د ټولو خلکو له ښځو او سړیو نیولې تر ماشومانو پورې د ټولو ژوند بدلون وموند، خو په وروستیو میاشتو کې وضعیت خورا خراب شوی و. زه او لوڼې مې عملاً په کور کې د بندیانو په څېر وو. هر ځل به چې زما مېړه یا زامن له کوره وتل، یا به مې لوڼې د اړتیا له مخې وتلې، د نیول کېدو یا ورکېدو له وېرې مې یو شېبه ارامي نه لرله. د شپې به مې له سترګو خوب تښتېدلی و او ورځې به مې په دې اندېښنه تېرېدې چې خدای مه کړه اولادونه مې له کومې پېښې سره مخ نه شي.»
زهرا زیاتوي: «هرات لوی ولایت دی او د جمهوریت د حکومت په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی و. سوداګرۍ وده کړې وه او ډېری ښځو کار کاوه او خپلواک عاید یې درلود، خو نن نه سړي کار لري او نه ښځو ته د اقتصادي فعالیت اجازه ورکول کېږي. هغه بازارونه چې یو وخت د ښځو په حضور تاوده وو، اوس خالي شوي او یوازې لږ شمېر ښځې د سودا اخیستلو لپاره بهر وځي.»
زهرا د ښځو د حجاب او پوښښ د محدودیتونو په تړاو وايي: «په هرات کې ښځې ان د داسې حجاب اجازه هم نه لري چې ځینې ښځې یې په کابل کې کاروي. هغوی مجبورې دي چې سراسري چادري او بشپړ نقاب واغوندي. له بلې خوا، د هوا سختې ګرمۍ د دغه حجاب زغمل خورا سخت کړي وو. هر ځل به چې د کار لپاره له کوره وتلم، کور ته د بېرته راګرځېدو پر مهال به مې سر سخت درد کاوه او ګنګس به وم.»
دا مېرمن وايي: «تل مې له ځان سره ویل چې پر ما که هره بلا راځي، را دې شي، خو زما پر لوڼو، زامنو او مېړه دې څه نه کېږي. د کورنۍ د غړو د نیول کېدو وېرې او زما لوڼو ته د زیان رسېدو اندېښنې بالاخره مجبور کړو چې هرات پرېږدو او کابل ته پناه راوړو.»
د دغې کورنۍ پلار حشمت (مستعار نوم) هم په هرات ولایت کې د ژوند له سختو شرایطو شکايت کوي. هغه وايي، که څه هم په هرات کې د ژوند لګښتونه او د توکو بیې د کابل پرتله ټیټې دي، خو پراخه بېکارۍ د دې لامل شوې چې ډېری خلک ان د ارزانه توکو د پېرلو وس هم ونه لري. د هغه په وینا، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، خلک له رواني ارامښته هم بېبرخې دي.
حشمت وايي: «په هرات کې د کابل پرتله هر څه ارزانه دي، خو ډېری خلک بېکاره دي او هیڅ عاید نه لري. کله چې پیسې نه وي، د توکو ارزاني هیڅ ګټه نه لري. د بېلګې په توګه، هغه ډوډۍ چې په کابل کې په ۲۰ افغانۍ پلورل کېږي، په هرات کې په ۱۰ افغانۍ ده او ډېری مېوې او ترکارۍ هم ارزانې دي، خو خلک د همغو د اخیستلو توان هم نه لري.»
دا سړی د هرات امنیتي وضعیت ته په اشارې سره زیاتوي: «د بې وزلۍ ترڅنګ، د طالبانو خپلسرو نیونو هم خلک په وېره او اندېښنه کې ساتلي دي. خلک بې له دې چې جرم یې مشخص وي، نیول کېږي. په ځلونو شاهدان وو چې ځوانان ورک شوي او له څه مودې وروسته د ځینو جسدونه موندل شوي دي.»
حشمت د هرات د پرېښودو په تړاو د خپلې کورنۍ د پرېکړې په اړه وايي: «زه بېکاره وم، زامنو مې هم کار نه درلود او د کورنۍ ټولو غړو احساس کاوه چې په یوه زندان کې ژوند کوي. هماغو شرایطو مجبور کړو چې کابل ته راشو. کابل هم خپلې ستونزې لري؛ د کور لوړه کرایه، د برېښنا او اوبو لګښتونه او د ژوند لوړ لګښتونه. خو لږ تر لږه د کار فرصتونه ډېر دي او د برېښنا او انټرنیټ وضعیت ښه دی څو لوڼو مې وکړای شول په انلاین ښوونیزو کورسونو کې برخه واخلي او زما او د مور په څېر یې له زدهکړو بېبرخې پاتې نه شي.»
دا سړی وايي: «د طالبانو په لومړۍ دوره کې زما مېرمن د محدودیتونو او زه د بې وزلۍ له امله ونه توانېدو چې درس ووایو. اوس بیا طالبان په داسې وخت کې واک ته رسېدلي چې اولادونه مې تقریباً په هماغه عمر کې دي چې موږ وو. له دې سره سره، هر څه چې زما له وسه پوره وي کوم یې څو اولادونه مې بېسواده پاتې نه شي او هغه تریخ برخلیک چې ما او مېرمن مې تجربه کړ، تکرار نه کړي.»
د دغې کورنۍ یوه لور زینب (مستعار نوم) وايي، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه. هغه باور لري که چیرې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو محدودیتونه نه وای، اوس به د پوهنتون په دویم کال کې وه. هغه وايي: «کله چې طالبان راغلل، زه د ښوونځي په نهم ټولګي کې وم. د ښوونځیو په تړل کېدو سره، زما ټولې هيلې له منځه ولاړې. په هرات کې ان د انلاین زدهکړو امکان هم په سمه توګه نه و؛ برېښنا په پرلهپسې توګه پرې کېږي او انټرنیټ هم مناسب کیفیت نه لري. له بلې خوا، بهر وتل تل له وېرې او اندېښنې سره مل وي. که ښوونځي نه وای تړل شوي، نن به د پوهنتون د دویم کال محصله وم. تل مې هيله درلوده چې ډاکتره شم او د خپلې مور برعکس له زدهکړو محرومه پاتې نه شم.»
زینب په هرات کې پر ښځو لګېدلیو محدودیتونو ته په اشارې سره زیاتوي: «طالبان په هرات کې ډېر سختګېره دي. که څه هم په دې ولایت کې ښځو له پخوا هم دودیز او مناسب حجاب درلود، خو اوس ان ځینې ښځې د چادرۍ پرلرلو سربېره هم له پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږي. له همدې امله نجونې او ښځې لږ زړه کوي چې په ښار کې تګ راتګ وکړي. ډېری ورځې به مو په کور کې تېرولې او دا انزوا له رواني پلوه خورا ځوروونکې وه. له بلې خوا، هم د وېرې او هم د اقتصادي ستونزو له امله زه او خور مې هم ډېر کم توانېدو چې د سودا یا ورځنیو کارونو لپاره له کوره ووځو.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې میاشتې په پای کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په هرات کې د ښځو د نیولو د دوام په غبرګون کې، له ملګرو ملتونو، ځانګړو راپورورکوونکو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي وو چې طالبان ځواب ویونکي کړي او بیړني او اغېزناک ګامونه پورته کړي.
دغه اتحاد د یوې اعلامیې پر خپرولو سره، د طالبانو له خوا د ښځو خپلسرې نیونې او پر هغوی لګېدلي محدودیتونه ناقانونه او د بشري حقونو، نړیوالو حقوقو او انساني کرامت له اصولو سره په ټکر کې بللي وو.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد ټینګار کړی و هغه څه چې اوس په هرات کې روان دي، یوازې د حجاب تر محدودیتونو پورې نه محدودېږي، بلکې له ټولنیز ژونده د ښځو د اېستلو، سپکاوي او کنټرول د یوه پلان شوي نظام برخه ده.
دغه اتحاد خبرداری ورکړی و چې دا ډول چلند د افغانستان په تاریخ کې د ريښه لرونکې ځپنې او ظلم یادونه کوي؛ هغه دورې چې په هغو کې د ښځو کرامت، واک او حقوق د استبداد او وسلهوالې واکمنۍ قرباني کېدل.
دغه بنسټ ویلي وو چې هیچا او هیڅ ټولنې د ښځو په زنداني کولو، د نجونو پر غلي کولو او د کورنیو ترمنځ د وېرې په حاکمولو سره ثبات، عدالت یا مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.





