۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې یې د کروندګرو لپاره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ۳۵ مقاومت لرونکې شنې خونې جوړې کړې دي.
دغې ادارې پنجشنبه د تلې پر ۲مه، ویلي چې د دغو شنو خونو په جوړېدو سره د ۱۰۵ ښځو په ګډون ۲۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په دغو شنو خونو کې د لږ لګښت لرونکو ټیکنالوژیو او د اوبو د ځيرک مدیریت په کارولو سره، د کرنیزو محصولاتو د کچې له لوړولو سره مرسته کېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د دغو ټیکنالوژیو کارول د اوبو مصرف کموي او کرنیز محصولات د سختو موسمي او اقلیمي پېښو له زیانونو ساتي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا طرحه په ټول کال کې د کرنیزو محصولاتو له تولید، د خوړو خوندیتوب له پیاوړتیا او د کورنیو لپاره د دوامداره عاید له برابرولو سره مرسته وکړي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په ټول افغانستان کې له زرګونو کروندګرو سره مرسته کوي څو د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ننګونو پر وړاندې خپل تولیدات زیات کړي.





