۸صبح، کابل: د امریکا د نوي امنیت مرکز (CNAS) اجرایي مدیر ریچارډ فونتین او په دې مرکز کې د ارام سمندر او هند د امنیتي پروګرام مدیرې لیزا کورتېس د طالبانو له مخالفو سیاسي ډلو سره له خبرو وروسته په یوه مطلب کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت دایمي نه دی او له افغانستان سره د مرستې لپاره باید له د دې ډلې له سیاسي مخالفانو سره تعامل وشي.
د امریکا د نوي امنیت مرکز چارواکو سه شنبه د جنورۍ پر ۳۱ فارینپالیسۍ کې په یوه مطلب کې ویلي، چې واشنګټن باید په اسانۍ سره د طالبانو جبري حکومت د یوه نامعلوم او غمیزه راوړونکي واقعیت په توګه ونهمني او افغانانو ته د ځایناستي حکومت لپاره باید همدا اوس هڅه وشي.
هغوی همداراز ویلي، چې امریکا باید د دوحې هوکړه په رسمي ډول څنډې ته کړي او په درېیم هېواد کې د طالبانو د مخالفانو لپاره د سیاسي دفتر له جوړېدو ملاتړ وکړي.
په دې مطلب کې راغلي، په داسې حال چې یو شمېر سیاسي اپوزیسیون په یوازې له طالب مشرانو سره نښتي دي، یو رسمي دفتر دغو بحثونو ته لا زیات ارزښت ورکوي او د افغانانو په مشرۍ د خبرواترو یو پراخ بهیر هڅوي.
ریچارډ فونتین او همکارې یې وړاندیز کړی، چې امریکا باید واشنګټن کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیزي او مخکیني سفیر ته یې د فعالیت اجازه ورکړي.
د فارینپالیسي په مطلب کې په دوشنبې کې د افغانستان سفارت ناوړه مالي وضعیت او ترکیه کې د طالبانو د مخالفو سیاسي ډلو د فعالیتونو پروړاندې محدودیتونو ته اشاره شوې او راغلي، چې د طالبانو ټولې مخالفې ډلې له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له افغانستانه په اسانۍ لاس په سر نه شي.
په دې لیکنه کې د ښځو له حقونو سرغړونې، د داعش ودې او له القاعدې سره د طالبانو د اړیکې په اړه راغلي او ویل شوي چې اوسمهال د افغانستان د تازه واقعیتونو د بدلون لپاره د نړیوالې ټولنې وړتیا ډېره محدوده شوې ده.
د امریکا د نوي امنیت مرکز مسوولانو څه موده مخکې په یو لړ سفرونو کې په درېیمو هېوادونو کې د طالبانو له سیاسي مخالفانو سره لیدنې پیل کړې. په هغې موده کې د دې پلاوي د سفرونو موخه افغانستان کې له بشري حقونو د ملاتړ لپاره د لارو موندلو په تړاو څېړنیز پرواګرم بلل شوی و.
د ویلو ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو په برخه کې د نه منلو کارنامه جوړه کړې ده. په دې موده کې یې د افغانستان پر ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې سخت محدودیتونه لګولي، چې د نړیوالې ټولنې اندېښنه یې پارولې ده.