۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي سره کتلي دي.
نوموړي وزارت سهشنبه د زمري پر ۶مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر پراختیايي فعالیتونو، د راستنو شویو پر ادغام او د کرنې او روغتیا په برخو کې پر همکارۍ خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو له نشهيي توکو سره پر مبارزې، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو ته پر رسېدنې هم بحث کړی دی.
متقي د پراختیايي او زیربنايي پروژو د پلي کولو پر ارزښت ټينګار کړی او ویلې یې دي چې په دې برخه کې به له ملګرو ملتونو سره همکاري دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي هم ویلي چې د دغه بنسټ پروګرامونه به د افغانستان له لومړیتوبونو سره همغږي وي او د پراختیايي پروژو په برخه کې به همکاري دوام ولري.





