۸صبح، غزني: سیمهییزې سرچینې وايي چې په غزنې کې یو ماشوم د ناچاوده سرګلولې په چاودنه کې مړ شوی دی.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۲۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د دهیک ولسوالۍ د «علم کلا» په کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې یو نهه کلن ماشوم مړ او شپږ کلن ورور یې ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ او بل ټپي شوی و.
څه موده مخکې پېښو ته چمتوالې ادارې خبر ورکړی و چې د افغانستان ۹۰۱ کیلومتره ځمکه پر ناچاودو توکو لړلې ده.






