۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې د امیدسبز ښارګوټي دوه وکیلان له لسو ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې ساتل کېږي.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۲۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې عبدالرازق مصدق او وکیل جعفري لس ورځې مخکې له دوو نورو د ګذر وکیلانو سره د طالبانو عدلیې وزارت ته احضار او وروسته نیول شوي دي.
د سرچینو په خبره، دوه وکیلان ازاد شوي، خو مصدق او جعفري لا هم په بند کې دي.
سرچینې زیاتوي چې د دغو دوو وکیلانو کورنۍ د هغوی د نیولو له ځایه خبر نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د امیدسبز ښارګوټی امارتي اعلان کړی او له مالکانو یې غوښتي خپل کورونه تخلیه کړي.






