۸صبح، کابل: د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغان ښځو او نجونو سمبولیک ملاتړ کافي نه دی.
دغه سازمان شنبه د کب پر ۱۸مه په یوه پیغام کې له هېوادونو غوښتي چې له افغان ښځو په رښیتني توګه ملاتړ وکړي.
په دغه پیغام کې راغلي:« د هغوی غږ باید نور هم پیاوړی شي او حکومتونه باید اقدام وکړي.»
د بښنې نړیوال بنسټ همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو لپاره لاریونونه وکړي او د هغوی حقونه وغواړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د افغان ښځو او نجونو پر وړتیاوو د پانګونې غوښتنه کړې وه.
د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له لوري له خپلو بشري حقونو په بشپړ ډول محرومې شوې دي.





