۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې افغان ښځې او نجونې په فزیکي او رواني امنیت کې ژوند کوي.
مجاهد شنبه د کب پر ۱۸مه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په اسلامي ټولنه کې د ښځو حقونه له لوېدیځو ټولنو سره توپیر لري.
د طالبانو دغه چارواکي ادعا کړې چې د اسلامي شریعت پر بنسټ، د ښځو او نجونو ټول حقونه تامین شوي دي.
هغه زیاته کړې« د ښځو د عفت، عزت او شرعي حقوقو ساتل د طالبانو لومړیتوب دی.»
طالبانو په داسې حال کې کې د ښځو د فزیکي او رواني امنیت د خوندیتوب خبره کړې، چې د بشري حقونو سازمانونه په افغانستان کې د جبري ودونو، د نجونو د ځانوژنې او رواني ناروغیو د زیاتېدو خبرداری ورکوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او فردي ازادیو په ګډون له خپلو ډېرو اساسي بشري حقونو بې برخې شوې دي.





