۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان په خپل تر ټولو تازه راپور کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو او مېرمنو د ژوند په اړه خبرې کړې دي.
دغه راپور چې چهارشنبه د زمري پر ۵ خپور شوی، د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو د نیولو، د اخلاقي فساد په تور د ښځو د نیولو او د ماشومانو د ودونو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، ښځې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د اعتراضونو په ځواب کې د طالبانو له خوا له پراخو ځورونو، خپلسرو نیولو، بې درکه کېدو او جسمي او رواني شکنجو سره مخ شوې دي.
د بښنې نړیوال سازمان موندنې ښیي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د جبري او د کم عمرو ماشومانو د ودونو کچه د لوړېدو په حال کې ده.
د بښنې نړیوال سازمان عمومي سرمنشي اګنس کامالار افغانستان کې د ښځو له ځپلو د اندېښنې په څرګندولو ویلي: «د طالبانو سخت سیاستونه میلیونونه ښځې او نجونې د امن او ازاد ژوند لرلو له حق څخه بې برخې کوي.»
د بښنې نړیوال سازمان د عمومي سرمنشي په وینا، د طالبانو له خوا د ښځو د ځپلو سیاست د افغان افغان مېرمنو ژوند تریخ کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي ژر تر ژره دې له افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره پیاوړې او همغږې ستراتيژي رامنځته کړي.