۸صبح، غزني: د موټرسایکل ځغلونې یو افغان ورزشکار په موټرسایکل له جرمني څخه افغانستان ته راغلی دی.
دغه لوبغاړي په دولسو ورځو کې دا لار کچ کړې ده.
دا ورزشکار ځاځی نومېږي او نن غرمه غزني ته را ورسېد.
نوموړی وايي، چې د یوه خپلوان د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه یې دولس ورځې وړاندې له جرمني حرکت وکړ او د ترکیې او ایران له لارې افغانستان ته راغی.
ځاځی وايي، چې له ۲۰ کالو وروسته افغانستان ته راغلی او خپلوان او کورنۍ یې په پکتیا کې ژوند کوي.