۸صبح، غور: د غور سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د یو اوسېدونکي سر په ایران کې پرې شوی دی.
سرچینو دوشنبه د وري پر ۲۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوه ورځې دمخه د تهران په «چشمهها» سیمه کې شوې ده.
دا ځوان «خداینور» نومېده او په یوې «کوټه» کې یې یوازې ژوند کاوه.
دا سړى د غور ولايت د تيوره ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و او ايران ته له تللو دمخه د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په «غرغرې» سيمه کې اوسېده.
تر اوسه د دې سړي د وژنې لامل او عاملان نه دي معلوم.
ایراني چارواکو هم تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د تېرکال د وري پر ۱۸مه هم د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د یو اوسېدونکي سر د اصفهان په «تابلوخانه» سیمه کې پرې شوی و.